په داسي حال کې چې د اروپا په خوله کې له روسیې سره یوه نوې لانجه په رامنځته کېدو ده د اروپا، د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو چارواکي په دې غور کوي چې خپلې منابع او امکانات له افغانستانه دې لور ته واړوي.
افغانستان تر اوسه پوري د ناټو او امریکا لپاره تر ټولو اصلي امنیتي لومړیتوب دی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې ناټو غواړي چې د افغانستان حکومت امنیتي موافقه لاسلیک کړي او له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره خپل یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي خو د ناټو د ختیځې اروپا متحدان په ښکاره د روسیې له یرغله اندېښمن دي، په تېره بیا وروسته له دې چې روانه اوونۍ روسیې د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه داسي ښکاري چې ناټو تړون له دې پرته چې خپلې پولې ټینګې کړي او خپل حضور هلته زیات کړي بل انتخاب زیات نه لري.
د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د روسیې یرغلونه به د دې تړون پام له افغانستانه په بله خوا وانړوي.
خو راسموسن په عین حال کې وویل چې روسیې په دې اقدام سره خپل اعتبار له لاسه ورکړ.
«روسیې د یوه نړیوال لوبغاړي په توګه خپل اعتبار او باور له پوښتنې سره مخامخ کړ او له خپلې خاورې سره د کریمیا د یوځای کولو لپاره د دغه هیواد اقدام د ملګروملتو د منشور څرګنده سرغړونه ده. روسیه باید خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي، د اوکراین پرضد ټول پوځي فعالیتونه ودروي، او د سیاسي حل لارې هڅه وکړي.»
راسموسن دا هم وویل چې ناټو دا توان او ظرفیت لري چې په یوه وخت کې څو ماموریته او څو ځایه عملیات وکړي.
ده دا څرګندونې د واشنګټن په بروکینګز انستیتیوت کې پوښتنو ته د ځواب په مهال وکړې.
ده د روسیې یرغل ته په اشارې تاکید وکاوه چې روان حالات به په افغانستان کې د ناټو پر هلوځلو اغېز ونه کړي.
خو نورو کارپوهانو وویل چې ځیني اروپايي هیوادونه په تېره بیا هغوی چې له روسیې سره پولې لري د خپلو هیوادونو د پولو لور ته پام اړولی دی.
په اروپا کې د ناټو پخواني لوی قومندان او جګپوړي امریکايي پوځي افسر اډمیرال جېمز جي ستاوردیس روانه اوونۍ په یوه مرکه کې وویل:«د دې لپاره چې اروپایان د یوه خطر په توګه د روسیې له درکه زیات اندېښمن دي، دوی لږ غواړي خپلې منابع د افغانستان په شان پر بهرنیو ماموریتونو ولګوي.»