د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ

تاند- په اسلام اباد کې د امریکا او طالبانو د خبرو د نوي پړاو د پیل په درشل کې د ناټو سرمنشي وویل، د اوربند او سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت حضور باید له طالبانو سره په هرراز خبرو کې نه انکارېدونکی شرط وي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د طالبانو او امریکا استازي ژر بل پړاو خبرې په اسلام اباد کې پیلوي.

ستولنبرګ وايي، د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي او اوربند هم باید له طالبانو سره د احتمالي خبرو او هر ډول جوړجاړي یوه برخه وي.

ده زیاته کړه، د افغانستان حکومت د افغانانو مشروع او قانوني استازی دی او باید له طالبانو سره د سولې په خبرو کې اساسي رول ولوبوي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې ناټو پر ښکېلو خواوو د کومې موافقې د تپلو په لټه کې نه ده بلکې هڅه کوي چې د بین الافغاني خبرو زمینه برابره کړي.

د ناټو سرمنشي په کلکه وویل چې دا تړون تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

طالبان: بل پړاو خبرې به په اسلام اباد کې وي

طالبان وايي، له امریکا سره به د دوی د استازو بل پړاو خبرې په اسلام اباد کې وشي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو استازي به څلور ورځې وروسته د امریکا له مرکچي پلاوي سره په اسلام اباد کې خبرې پیل کړي.

مخکې ټاکل شوې وه چې دواړه خواوې د قطر په دوحه کې خبرې وکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه دا پړاو خبرې په اسلام اباد کې کېږي او طالبان به په اسلام اباد کې د پاکستان له چارواکو سره هم وویني.

مجاهد ویلي چې طالبان به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *