تاند- د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزې امنیتي موافقې په لاسلیک کې ځنډ له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړۍ د مالي مرستو دوام له خطر سره مخامخ کړی دی.

ښاغلي راسموسن د ناټو په مرکز بروکسل کې د ناټو د کالني راپور د وړاندې کولو په مهال وویل:«د افغانستان سیاسي مشري باید په مرستندویو هیوادونو کې د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو پر منفي اغېزو سترګې پټې نه کړي.»

راسموسن همداراز وویل:«که یوه داسي موافقه، چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکا – ناټو د روزنیز ماموریت حقوقي بنیاد څرګند کړي نه وي، ډېر احتمال شته چې د صفر انتخاب یوازینی انتخاب وي.»

د صفر انتخاب یا له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو وړاندیز په ځلونو امریکايي چارواکو مطرح کړی دی.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وویل:«که له ۲۰۱۴ وروسته زموږ پوځیان په افغانستان کې نه وي، ډېره به ګرانه وي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې وشي.»

ناټو او نورو مرستندویو هیوادونو ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ وروستیه به تر ۲۰۱۷ پوري د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د کال څه باندې ۴ ملیارد ډالره مالي مرسته ورکوي.

د ناټو سرمنشي یادونه وکړه:«زه نه پوهېږم چې د افغانستان حکومت په څه ډول د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته د خپلو درې لکه دوه پنځوس زره کسیز امنیتي ځواک لګښتونه پوره کولی شي. که حالات په دې ډول وي له افغانستان سره به انکشافي مرستې هم له خطر سره مخامخ شي.»

تېره اوونۍ د امریکا کانګریس له افغانستان سره انکشافي او پوځي مرستې نیمايی ته رالږې کړې.

امریکا دې خپله بې وسي رسماً اعلان کړي

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمیل فیضي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، که امریکا د سولې د خبرو لپاره عملي ګام نه شي پورته کولی باید خپله بې وسي رسماً اعلان کړي.

فیضي دا خبره وروسته له دې وکړه چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ولسمشر کرزي وویل چې د افغانستان سوله د پاکستان او امریکا په لاس کې ده او تر څو چې امریکا په افغانستان کې سوله رانه ولي او د افغانانو پر کورونو بریدونه ونه دروي امنیتي موافقه به لاسلیک نه کړي.

فیضي وویل چې د افغانستان حکومنت غواړي په دې وپوهېږي چې امریکا د سولې لور ته ولي ګامونه نه شي اخیستلی، خنډونه څه دي او څوک د سولې د خبرو مخه نیسي.

3 thoughts on “د ناټو سرمنشي افغانستان ته د پوځي او انکشافي مرستو د بندېدو خبرداری ورکړ”
  1. زه تعجب کوم چې دا د ګیدړې قواله ولی دوی ته دومره مهمه ده، یوازی د منشور ۵۱ مه مادی په نوم هم څومره چی غواړی دلته پاتی کیدلای شی، په وطن کی خو زه داسی څوک د پوښتنی نه وینم چی تاسو ته دی پورته وګوري چی خانه … لکه تر اوسه چی همداسی وه، هره خوا چی ګورم له غلامانو او جاسوسانو او غلو او ستاسو معاشخوارو بل څه نه وینم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *