تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن (سې شنبه) وویل، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په نتیجه کې په افغانستان کې د حقیقي سولې چانس رامنخته شوی دی.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره اتم پړاو خبرې بشپړې کړې او اعلان یې وکړ چې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه پر وړو مسلو خبرو ته دوام ورکوي.

د ناټو سرمنشي ښاغلي ستولتنبرګ په نیوزیلنډ کې خبریالانو ته په یوه خبري غونډه کې وویل«موږ اوس په افغانستان کې د سولې لپاره حقیقي چانس وینو، موږ تر بل هر وخت سولې ته نژدې شوي یوو.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په قطر کې پر اصلي موضوعاتو له توافق وروسته نوي ډیلي ته لاړ چې د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د هندي چارواکو نظر راواړوي.

په هند کې داسې اندېښنې شته چې دا هیواد د افغانستان د سولې له قضې ګوښه ساتل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *