تاند- د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن د بریالیو انتخاباتو په ترسره کولو افغانانو ته مبارکي وویله.

د ناټو د ویبپاڼې د راپور له مخې، راسموسن وویل:«د دوهم ځلي انتخاباتو ورځ د افغانانو لپاره یوه بله تاریخي ورځ وه، زه هغو ملیونونو افغانانو ته چې د دغه هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په وروستي پړاو کې رایې واچولې، مبارکي وایم.»

اندریس فوګ راسموسن پرون د ترکیې په پلازمینه انقره کې خبریالانو ته وویل:«د روانې اوونۍ په پیل کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې افغانانو وښودله چې پرمختګ یې کړی دی، افغانانو له ولسواکۍ سره خپله ژمنه وښوده او افغان امنیتي ځواکونو هم د انتخاباتو امنیت وساتلی شو. اوس مهمه دا ده چې د افغانستان د راتلونکې لپاره انتخاباتي بهیر په باوري، شفاف او سم ډول نهايي شي.»

ده له ټولو نفوذلرونکو خواوو وغوښتل چې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د ناټو سرمنشي د یوه میکانیزم پر اساس په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو سمه څېړنه هم ضروري وبلله او پر دواړو کاندیدانو یې ږغ وکړ چې د ټاکنو پایلې ومني.

پرون د اروپايي اتحادیې څارونکو هم په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ دوهم ځلي انتخابات تر لومړي پړاو شفاف ول.

د اروپايي اتحادیې څارونکو د جوزا د څلرویشتمې نېټې انتخابات وستایل، ویې ویل په دې انتخاباتو کې درغلۍ لږ وې او په مجموع کې د شفافیت له درکه د ستایلو وړ دي.

د اروپايي اتحادیې پنځوس تنه څارونکو، چې له څو میاشتو راهیسي د ټاکنو د څارنې لپاره په افغانستان کې اوسي، وویل په دوهم ځلي انتخاباتو کې هم ځیني درغلۍ شوي خو د انتخاباتو د لومړي پړاو په پرتله لږې دي.

د اروپايي څارونکو د پلاوي مشر په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وستایه چې شفاف انتخابات یې ترسره کړي او امنیتي ځواکونه یې هم د ستاینې جوګه وبلل چې د انتخاباتو امنیت یې وساته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *