تاند- د ناټو سرمنشي وايي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د سیمې د وضعیت د ښه کېدو لپاره مهمې دي او دی په دې باب د ولسمشر اشرف غني د بیانیې قدر کوي.

ده وویل، د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت پای ته رسیږي او له افغانستان سره به د ناټو د اړیکو نوی باب پرانیستل شي.

1ینس ستولتن برګ، چې نن یې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، ناټو د ملي شورا له لوري په افغانستان کې د دې ټړون د ځواکونو د حضور د څرنګوالي په باب د موافقې د پروسې بشپړیدو ته په تمه ده.

د ناټو نوی سرمنشي ینس ستولتنبرګ چې په دوه ورځيني سفر کابل ته راغلی، په دغې خبري غونډه کې يې د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په برخه کې د جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، کړنې وستايلې.

نوموړي د ولسمشر غني او د اجرائيه رئيس عبدالله دغه رهبري د یوه باثباته، حاکمیت لرونکي او ديموکراتيک افغانستان لپاره یوه مهمه کلۍ وبلله.

ښاغلي ستولتنبرګ د ناټو پر هغې ژمنې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د افغانستان ځواک به پیاوړی کوي او د همدغه پیاوړي ځواک پر مټ به افغانستان په یوه پیاوړي هېواد بدليږي.

ده له خبري غونډې جلا له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله سره یې په خبرو کې په دې سلا وکړه چې افغان امنیتي ځواکونه د مسوولیتونو منلو ته تیار دي.

«موږ په دې موافقه وکړه چې افغان امنیتي ځواکونه تیار دي چې د ټولو امنیتي چارو بشپړ مسوولیت په غاړه واخلي

د ناټو د سرمنشي ښاغلي ستولتن برګ وویل چې ناټو غواړي شاوخوا ۱۲ زره پوځیان په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت په چوکاټ کې وساتي.

ده وویل:«ناټو به په افغانستان کې پاتې شي، خو په یوه متفاوت رول کې. ځکه چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې موږ د ایساف ماموریت پای ته رسوو او د دغه ماموریت پای زموږ د نوي ماموریت پیل دی. په دې نوي ماموریت کې له افغان ځواکونو سره همکاري، هغوی ته مشوره او روزنه شاملېږي. ډېر خوشاله یم چې له افغانستان سره له نژدې کار وکړو.»

دا د ناټو د سرمنشي په توګه له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د ستولتنبرګ لومړنی سفر و.

ده په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او د اجرايي چارو له ريیس سره وخبرې وکړې.

«موږ د سیمې د وضعیت په باب خبرې وکړې، منجمله د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه. فکر کوم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده او زه د دوو هیوادونو ترمنځ د تماس او له پاکستان سره د نژدې همکارۍ په باب د ولسمشر غني د بیانیې قدر کوم ځکه دواړه هیوادونه د افراطي ډلو له ګواښونو او چلینجونو سره مخامخ دي.»

ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر په باب چمتووالی ښودلی خو تراوسه پوري یې نه دي ویلي چې کله به لاړ شي.

د ناټو سر منشي افغان ولسمشر او د هغه اجرايي رییس ته د ناټو د غړو هېوادونو د وزیرانو غونډې ته، چې د دسمبر به دوهمه نېټه جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړه.

ښاغلي ستولتنبرګ د ناټو پر ژمنې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې ناټو به له افغانستان سره خپلو اوږد مهاله مرستو ته دوام ورکوي.

غني: د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو بهیر به د کال تر پایه بشپړ شي

د افغانستان د اسلامي ولسمشر ډاکټر اشرف غني او د ناټو نوی سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن غرمه په یوه ګډه خبري غونډه کې راڅرګند شول.

ډاکټر اشرف غني په تېرو ۵ کلونو کې د افغانستان په امنیتي برخه کې د ناټو ځواکونو له پانګونې یادونه وکړه او دغه پانګونه يې د یوه بریالي امنیتي پروګرام چې د امنیتي مسوولیتونو سپارل و، نتیجه وبلله.

ولسمشر وویل چې د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو بهیر به د روان میلادي کال تر پایه په بریالۍ توګه پای ته ورسيږي او د روان ميلادي کال دسمبر له ۳۱ نېټې وروسته به یوازې افغان ځواکونه د وسلې د کارونې مسوولیت ولري.

ولسمشر غني زیاته کړه: دا به په دې معنا نه وي چې ناټو ځواکونه به له افغانستان سره خپلې همکاري له منځه وړي بلکې د همکارۍ نوی پړاو به پیليږي. په دغه پروګرام کې به ناټو ځواکونه، د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالنې او نورو امکاناتو په برابرولو کې مرسته کوي.

ډاکټر اشرف غني د افغانستان د اقتصاد پر ودې ټينګار وکړ او ويې ویل چې د افغانستان اقتصاد هغې کچې ته باید ورسيږي چې له مخې يې هم د افغانستان امنیتي سکټور په ځان بسیا شي او هم له نړیوالو سره مو اړيکې له اقتصادي پلوه نورې هم پراخې او پیاوړې شي.

ولسمشر غني د رسنيو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر غني د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل سره ژمنه کړې چې د وسله والو طالبانو پروړاندې به په پوځي عملیاتو کې هغه قیوادت له منځه وړي چې پخواني ولسمشر کرزي وضع کړي وو، وویل: امنیتي حالت اقدامات غواړي. ما په خپله امنیتي قواوو ته هدایت ورکړی، هغه غوره طریقه، چې په هغه کې هم زموږ ملکي خلک تل خوندي وي او هم زموږ ځواکونه او پولیس پکې شهیدان نه شي، دغه طریقې ما ورته وړاندې کړي او پر هغه به فیصله کوو. دغه هدایت ورکړل شوی پر دغه بوخت دي او له مخې به يې له ډیر غور او دقت وروسته فیصله کوو.

One thought on “د ناټو سرمنشي: د جنورۍ له لومړۍ زموږ نوی ماموریت پیلېږي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *