تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ کابل ته رسېدلی او په سپيدار ماڼۍ کې یې له عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
عبدالله عبدالله په دغه لیدنه کې ویلي، نن ورځ چې په دوحه کې به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، د افغانانو لپاره تاریخي او برخلیک ټاکونکې ده.
عبدالله د ترهګرۍ ضد جګړه کې له افغانانو سره د ناټو د همکارۍ او قربانیو مننه کړې او هیله یې ښودلې چې د سولې هوکړه په افغانستان کې د دایمي ثبات وسیله وګرځي.
په دې لیدنه کې د ناټو سرمنشي عبدالله عبدالله ته ویلي، چې د سولې موضوع له نږدې څاري او ناټو به د مذاکراتو په جریان کې وي.
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي، ناټو سازمان په افغانستان کې خپل حضور او له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ ژمنو باندې عمل ته دوام ورکوي او تر څو چې د سولې شرایط برابر شوي نه وي، په مشروط ډول به له افغان حکومت سره خوا په خوا کار وکړي.
دواړو لوریو همدا راز په بین الافغاني مذاکراتو، اوربند او د سولې له برابر شوي فرصت څخه د اعظمي استفادې په اړه ټینګار وکړ.
څو ساعته وروسته به د ناټو سرمنشي، افغان ولسمشر او د امریکا دفاع وزیر له ارګ نه یوه ګډه اعلامیه صادره کړي چې په کې به له افغانستان څخه د نړیوالو ژمنتیاو په دوام ټینګار وشي.
همداراز به هم مهاله په دوحه کې هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.