تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د ناټو سازمان وايي، عمومي سرمنشي یې یانس سټولټنبرګ نن کابل ته سفر کړی دی.

د ناټو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی سټولټنبرګ به له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره لیدنې وکړي.

ناټو زیاته کړې سټولټنبرګ به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ میلر او نورو بهرنیو چارواکو سره هم وګوري.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د ناټو سرمنشي، د امریکا دفاع وزیر او ولسمشر غني به له طالبانو سره د سولې د هوکړې سره هم مهاله یوه ګډه اعلامیه کې له افغانستان سره د نړیوالو ژمنو په دوام ټینګار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *