د ناټو سرمنشي پرون د ناټو په مرکز بروکسل کې د دې تړون د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل:«د افغانستان ښځو او نارینه وو ته زما پیغام څرګند دی، او هغه دا دی چې د رایبکسونو ته لاړ شئ. دا یوازې ستاسو حق دی چې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړئ.»
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وايي چې ایساف ځواکونه به د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
راسموسن، چې پرون په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې خبرې کولې، وویل: د امنیتي چارو مشري به افغان امنیتي ځواکونه کوي:
«په داسي حال کې چې ایساف ځواکونه به ملاتړ کوي، افغان ځواکونه به په ټول هیواد کې مشري کوي، تر کومه ځایه چې د انتخاباتو لپاره له تیاریو ښکاري، دوی تعهد، زړه ورتیا او مسلکي مهارت ښودلی دی.»
د ناټو سرمنشي په عین حال کې وویل چې تر ټولو مهمه دا ده چې انتخابات شفاف او باوري وي څو د هغو پایلې د افغانانو لپاره د منلو وي.
ټاکل شوې ده چې د راروانې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره شي.
ده زیاته کړه: د افغانستان خلک د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کوي، موږ د افغانستان له حالاتو سره مرسته کوو، د افغانستان تاریخي انتخاباتو ته انتظار باسو چې د شنبې په ورځ ترسره کېږي.»
راسموسن راتلونکې شنبه هغه ورځ وبلله چې افغانان پکې د خپل راتلونکي په باب فیصله کوي.