تاند- د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې خپل منځي اختلافات حل کړي.

ښاغلي راسموسن وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ناټو د سرمشریزې برخوالو ته یو لیک رالېږلی او په هغه کې یې ویلي چې د سیاسي موافقې لپاره به هر څه چې یې په وس کې وي وکړي.

ده د افغان کاندیدانو د ژمنې هرکلی وکړ.

د ناټو سرمنشي، چې د کار دوره یې مخ په بشپړېدو ده، همداراز وویل، درې نیم لکه افغان ملي اردو او ملي پولیس چې ټاکل شوې ده راتلونکی کال د خپل هیواد د امنیتي چارو کامل مسوولیت په غاړه واخلي، داسي ځواکونه دي چې افغانان ورته درناوی لري.

ده همداراز وویل:«افغانستان نن تر هغه څه چې یوه لسیزه پخوا و ډېر متفاوت هیواد دی. د افغانانو لوی اکثریت د تېرو تورو ورځو بیا راتګ نه غواړي. موږ د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو غواړو چې له یو بل سره همکاري وکړي او د انتخاباتو سوله ییزې پایلې ته لار اواره او څومره چې ژر کېدای شي امنیتي ترتیبات مهیا کړي.»

د ناټو سرمنشي همداراز وویل:«موږ کلکه اراده لرو چې له افغانانو سره د خپل هیواد په یووالي او ثبات کې مرسته وکړو.»

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي، چې د افغانستان په استازیتوب یې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کړی دی، نن وویل چې د ناټو هیوادونو د افغانستان لپاره خپله ځانګړې کړې بودجه څه باندې یو ملیارد ډالره زیاته کړه.

په ۲۰۱۲ میلادي کال د امریکا د شیکاګو په کنفرانس کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د کال څلور ملیارده او سل ملیون ډالره مرسته اعلان شوې وه خو د ناټو د ویلز په سرمشریزه کې پر دې پیسو یوولس سوه ملیون ډالره زیات شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *