د ناټو سرمنشي د دوشنبې په ورځ وویل، ناټو به ژر مجبوره شي چې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي، مګر دا چې د افغانستان د انتخاباتو پر سر جنجال پای ته ورسېږي او نوی ولسمشر موافقه لاسلیک کړي چې بهرني پوځیان په دې هیواد کې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړي.

سرمنشي اندریس فوګ راسموسن رویټرز خبري اژانس ته وویل، د بریتانیا په ویلز کې د سپټمبر په څلورمه او پنځمه د ناټو سرمشریزه به د پرېکړې د کولو ضرب الاجل ته ډېره نژدې وي.

«باید موږ ډېر ژر پرېکړه وکړو ځکه چې که په افغانستان کې زموږ د حضور د دوام لپاره قانوني اساس نه وي، موږ باید د سږ کال تر پایه ټول ځواکونه وباسو او د دې لپاره چې دا کار وکړو، باید ډېر ژر د پلان په جوړولو پیل وکړو.»

اندریس فوګ راسموسن کومه دقیقه ڼېټه ونه ښوده.

له مخکیني پلان سره سم ناټو د سږکال تر پایه په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسوي او خپل محارب پوځیان باسي خو غواړي چې لږ شمېر پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پرېږدي.

ناټو وايي چې له ۲۰۱۴ وروسته د خپلو لږ شمېر پوځیانو د پرېښودلو لپاره د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزې امنیتي موافقې لاسلیکېدا ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځ(یانو پاتې کېدو ته قانوني اساس مهیا کېږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو ډډه کړې خو د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ویلي چې دا موافقه به ژر لاسلیک کړي.

0 thoughts on “د ناټو سرمنشي له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو خبرداری ورکړ”
  1. زه نه پوهيږم چي ناټو ولي دومره دقراردادپه امضا کولو ګړندی توب کوی،اووايي چي موږ خپلو پاتی کيدو ته قانونی اساس مهيا کو،أيا په دا ديارلس کلونو کي کوم اساس وه چي زموږ په هيواد کي مو دشپی اودورځي نظامی عمليات کول ،أيا تا سی يعني ناټو دامريکا په رهبری دکوم هيوأد قانون اوملی ارزښتونو ته درناوی کړی دی؟ نه خير هيڅکله ندی شوی اووبه هم نشی دوی يوازی دخپلو ګټو په خاطر تور ته سپين اوسپن ته تور وايي.لوستونکی ،ليدونکي او اوريدونکي دی د سپينی ماڼی د نطاقی اساکي خبری واری چي داوکراين په هکله څه وايي حتي دواقيعتونه څخه ځان بيخبره بولي،اما واقيعيت دادي چي دجنجال اصلی أړخ خو امريکا اودهغوی ملګری دی ،چي فشايزم ته يي دخپلو ګټو په خاطر لاره هواره کړی.نو زما په اند دقرارداد په امضأ کولو کي بايد بيړه ونه شی ، او دتکميل اوپوره کولو لپاره بايد ورباندی کار وشی ،په دا څو لنډو مياشتوکي په نړی کی ډير بدلونونه راغلی چي دهغو په نظر کی نيولو سره دقرارداد په متن اوامضأ کي ډيرقوی سوچ وشی، کنه راتلونکی دولت اوخلکو ته چي دصلحي طرفداران دی غټ مشکل جوړ کړی او جګړه به زموږ په هيوادکي نوره هم وغزيږی.په درناوی .سيد محمد أخون

  2. مونږ خو همدغه دعا کوو چه الله دی تاسی ژر تر ژره زمونږ له ملک نه وباسی ترڅو مونږ په خپل کار پوه شو اوس خو له افغانانونه لاره ورکه ده چه څه وکړی له یوه طرفه تاسو ددولت له مخالفینو سره جنګیږی اوله بل طرفه عام افغانان وژنی او دولت اوحکومت ته مخالفین زیاتوی ستاسو په اصلی مقصد خو تراوسه پوری افغانان ونه پوهیدل چه تاسو دڅه لپاره دلته راغلی یاست که دامنیت دتامین لپاره راغلی یاست ستاسو په راتګ سره امنیت خراب شوی ده ښه شوی نه ده ستاسو په حضور کی مخدره مواد څوچنده شوی دی خو کم شوی نه دی ستاسو په حضور کی توپک سالاران اوجنګ سالاران قوی اوزیاد شوی دی خو کم نه شول ستاسو په حضور کی دعامو افغانانو وژنه زیاته شوی ده خو کمه شوی نه ده ستاسو په حضور کی په دولتی اوغیردولتی اداراتوکی اداری فساد اوج ته رسیدلی ده
    ددغو پورتنیو نقاطو په نظر کی نیولوسره ویلی شو چه ستاسو راتګ دافغانانو په ګټه نه بلکه په زیان وو بالاخره ویلای شو چه ستاسو وتل دافغانانو په خیر دی که چیری خپلی قواوی وباسی دابه ډیره لویه مهربانی وی افغانان کولای شی چه خپل ځانونه په خپله وساتی

  3. ناټو غواړو پر افغانستان نور فشار وارد کړي تر څو هغه پروګرامونه چه نیت یی لري پلي کړي.

  4. د ناټو دا ملا او دا طالبان به د سیمې تر چړیانو پورې تر هغو پورې په افغانستان کې دېره وي چې دلته یې پګړۍ ور باندې تړلې نه وي . دوی به په سیمه اوټوله آسیا کې نورې هګۍ هم سره و موږي تر څو نور چرګوړي پرې وباسي اود سیمې او ټولې آسیا ډېرانونه ( طبیعي زېرمې ) پرې لاندې باندې او ټولې کړي . دوی درواغ وایي ، دوی د خپل قرار داد لاسلیک کولو ته تلوسې نیولي . دلته یې د ټاکنو پروسه د همدې له پاره خرابه او غیر ملي کړه چې اوبه خړې او خپل کبان په کې ونیسي . ددوی په موجودیت کې به افغانستان نور هم خراب شي . د ناټو خبیثانو چې هر ځای په نړۍ کې پښه رسېدلې ، هغه ملک یې وران کړی او لوټ کړی دﺉ ، خو جوړ کړی یې هېڅکله نه دﺉ . دادي په خپلو سترګو ددوی موجودیت په افغانستان کې موږ دا دیارلس کاله ونیو چې هغوی څه وکړل او څه کوي :

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *