تاند-  د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو سره په یووخت وویل، په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدا سره به له افغانستان سره په اړیکو کې یو نوی باب پرانستل شي.

ده وویل:«ډېر چلینجونه لا شته او ډېر کارونه لا پاتې دي چې باید ترسره شي. افغان امنیتي ځواکونه په خپلو پښو د درېدو لپاره لا هم زموږ ملاتړ ته اړتیا لري زموږ نوی ماموریت (غوځ ملاتړ) به د ناټو د غړیو او ۱۴ شریکو هیوادونو شاوخوا ۱۲ زره نارینه او ښځې روزونکي سره یوځای کړي.»

ستولتنبرګ همداراز وویل چې د ناټو غړي هیوادونه او شریکان به یې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او له افغانستان سره به د تلپاتې شراکت لار اواره کړي چې د دواړو خواوو ګټې پکې تغښتې دي.

ده په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایساف یا امنیت ساتونکی ځواک د نړۍ په وروستي تاریخ کې تر ټولو ستر ايتلاف وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *