تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ له طالبانو او نورو وسله والو ډ‌لو وغوښتل چې د خپلو افغانانو له وژلو لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.

ینس ستولتنبرګ دا خبره نن /سې شنبه/ له ولسمشر غني سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړه.

له ښاغلي ستولنبرګ سره د ناټو د پوځي کمېټې ريیس هوايي مارشال سر سټوارټ او د اروپا لوی قوماندان جنرال کریټس سکاپاورټي افغانستان ته راغلي دي.

د ناټو سرمنشي وویل:

«له طالبانو او نورو وسله والو یاغي ډلو غواړم چې د خپلو افغانانو وژل بس کړي. طالبان باید په دې وپوهېږي چې د دې جګړې دوام پای او ګټه نه لري. دوی باید د خبرو مېز ته کښېني.»

ستولتنبرګ همداراز وویل «د سولې احتمال اوس تر تېرو کلونو زیات دی. نو پکار ده چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه پیل شي او په دې پروسه کې ټول برخه ولري.»

د ناټو سرمنشي د سیمې پر هیوادونو هم ږغ وکړ چې په افغانستان کې مثبت او رغنده رول ولوبوي او سختدریځو ډلو ته پناه ورنه کړي.

 ینس ستولټنبرګ وویل، د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، تجهیز او تمویل ته ژمن دی او په راتلونکي کې به دغه مرستې نورې هم زیاتې شي

ده افغانستان ته د ولسي جرګې د انتخالاتو په ترسره کولو مبارکي وویله او ویې ویل چې د لومړي ځل لپاره افغان امنیتي ځواکونو د انتخاباتو امنتیت په خپله تامین کړ چې دا یوه لویه بریا ده.

د ناټو له سرمنشي سره په ګډه خبري غونډه کې ولسمشر وویل، «زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو  هڅو او قربانیو دا ثابته کړه چې له وابستګۍ څخه په شریک بدل شوي یوو او نن په ویاړ سره ویلی شم چې افغانستان او ناټو له تروریستانو سر ه د مبارزې  او بین المللي امنیت په ډګر کې دوه شریکان دي.»

ښاغلي غني همداراز وویل«نن موږ  د ناټو سرتېرو کورنیو ته په اعتماد سره ویلي شو چې ستاسې لوڼې او زامن د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه دي او نه به وي، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه تل د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د دې خاور ې له خپلواکۍ څخه دفاع کوي.»

ده د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې وویل، ټاکنې به په ټاکل شوي وخت ترسره کېږي او د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې کلک هوډ لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *