د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ

تاند- د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان باید د خپلو امنیتي ځواکونو وړتیا زیاته کړي ځکه چې په اوږدمهال کې د ناټو د ځواکونو پر عملیاتو اتکا نه شي کولی.

ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، افغانستان له ډېرو چلینجونو سره مخامخ دی، ګڼې تروریستي ډلې پکې فعالیت کوي خو تر ټولو لوی ګواښ طالبان دي.

د ناټو سرمنشي وویل چې د افغانستان حکومت د ناټو په همکارۍ مهم پرمختګونه کړي دي؛ پنځلس کاله پخوا افغانستان امنیتي ځواک نه درلود خو اوس شاوخوا ۳۵۰ زره امنیتي او دفاعی ځواکونه لري چې د افغانستان د ساتنې او دفاع وړتیا لري.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د جګړې په میدان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه وویل چې د ناټو پوځیان به د افغانستان د ثبات لپاره له بېلابېلو لارو له تروریزم سره مبارزه وکړي.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې امریکا افغانستان ته د نورو ځواکونو پر لېږلو غور کوي. او د ناټو قوماندانان د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پر ضد په جګړه کې د خپلو ځواکونو د ګډون اجازه غواړي.

د ناټو سرمنشي وویل چې اوس د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت د افغانانو په لاس کې دی. پخوا په دغه هیواد کې د ناټو تر یولک زیات سرتېري مېشت ول خو اوس ۱۳ دي او هغه هم د افغان ځواکونو د روزنې مسوولیت لري او د دې معنا دا ده چې د جګړې ټول پېټي د افغان ځواکونو په غاړه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *