تاند- د ناټو سرمنشي وايي، که اړتیا نه وي د دوی پوځیان به په افغانستان کې پاتې نه شي خو تراوسه پورې له دې هیواده د ناټو ځواکونو د وتلو شرایط برابر شوي نه دي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست پاتریک شناهن سره په کتنه کې وویل«زموږ ځواکونه به په افغانستان کې بې ضرورته پاتې نه شي، خو که د دغو ځواکونو د حضور اصلي هدف ته د ځواکونو ایستل یا کمول تاوان پېښوي، دا پرېکړه به ونه کړو.»

ده همداراز وویل، له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د ایستلو په اړه اوازې او اټکلونه تر وخت مخکې دي، ځکه چې ناټو تراوسه پورې ډاډه نه ده چې د افغانستان د کړکېچ د سوله ییز حل هلې ځلې نتیجه ورکوي او که نه ورکوي.

ینس ستولتنبرګ د امریکا د دفاع وزیر له سرپرست سره د خپلې کتنې په اړه وویل،«موږ د سولې لپاره د هلوځلو ملاتړ کوو، له امریکا سره د خپل پوځي حضور په اړه هم له نژدې په تماس کې یوو. د دې حضور هدف د افغانستان د سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدا لپاره د شرایطو برابرول دي او موږ هیله لرو چې په دې کار کې بریالي شوو.»

پرون د ایټالیا دفاع وزارت وویل چې له افغانستان څخه په یوه کال کې د خپلو ټولو پوځیانو پر ایستلو غور کوي.

پرون د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن وویل چې د امریکا له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو د ده لپاره تشویقوونکې وې خو له ده څخه تراوسه پورې غوښتل شوي نه دي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *