تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په لندن کې د ناټو تړون په غونډه کې وویل، طالبان د جګړې له لارې بریالي کېدای نه شي او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي.
ستولتنبرګ وویل چې د ناټو غړي هیوادونه له طالبانو سره د امریکا د خبرو ملاتړ کوي خو د دې لپاره چې په افغانستان کې ژر سوله راشي ښه دا ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وشي.
«تر ټولو ښه لار دا ده چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په روزنه، همکارۍ او مشوره کې مرسته کړو څو د طالبانو سره خلاص شي چې د جګړې له لارې بریالي کېدای نه شي.»
ده ومنله چې په افغانستان کې د سولې یوازینۍ لار سیاسي حللار ده.
حاضردمه د ناټو ځواکونه افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي او په جګړه کې مشوره ورکوي.