د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ

تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، په افغانستان کې د دې تړون د حضور راتلونکې د سولې د خبرو له نتیجې سره تړلې ده.

ستولنبرګ نن /پنجشنبه/ خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر به تر ډېره له دې سره تړلی وي چې له طالبانو سره د سولې خبرې څه نتیجه لري.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو خبرې د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې او په پای کې یې دواړو خواوو وویل چې په خبرو کې یې پرمختګ کړی دی.

خو ستولتنبرګ نن وویل چې لا وختي دی چې د خبرو د نتیجې په اړه اټکل وکړي.

ده دا هم وویل چې د امریکا له ملاتړه پرته هم د ناټو یو شمېر نور غړي حاضر دي چې د افغان امنیتي خواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

One thought on “د ناټو سرمنشي: په افغانستان کې زموږ د ځواکونو حضور د سولې د خبرو له پایلو سره تړلی”
  1. usa&nato lost in afghanistan.
    they looking for one excuse to get out from Afghanistan.
    i hope afghans support the afghan army.

    AFGHANS KEEP OUR COUNTRY.

    ALWAYS BE GREAT AFGHANISTAN.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *