ډګرجنرال نیکلسن

تاند- په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان ډګر جنرال جان نیکلسن د مخدرو موادو پر ضد د جګړې اعلان وکړ.جنرال نیکلسن نن /دوشنبه/ د مخدرو موادو پر ضد د جنګ د اعلانولو ترڅنګ وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې وسله پر مځکه کښېږدي او سوله وکړي.

ده وویل چې پرون /یکشنبه/ په هلمند کې د مخدرو موادو د تولید پر مرکزونو یو ښه پلان شوی برید وشو.ډګرجنرال جان نیکلسن دا هم وویل چې په دې عملیاتو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې له ایف ۲۲ جنګي الوتکو کار واخیستل شو.

نیکلسن همداراز وویل، د هلمند په یوه بله برخه کې د مخدرو موادو پر ضد په عملیاتو کې له بي ۵۲ الوتکو هم کار اخیستل شوی دی.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وویل چې د ناټو او امریکا پوځیان به په افغانستان کې د مخدرو موادو پر تولید او قاچاق حملو ته دوام ورکړي او افغانانو ته وايي چې ناټو ځواکونه به نه یوازې د تروریزم پر ضد په جګړه کې له دوی سره ولاړ وي، بلکې د مخدرو موادو پر ضد به هم جګړه وکړي.

د مخدرو موادو پر ضد د ناټو د عمومي قوماندان د جګړې اعلان د دغه ځواک په پالیسۍ کې د بدلون ښودنه کوي. دغو ځواکونو په تېرو کلونو کې د افغانستان له مخدرو موادو سره چندان کار نه درلود.

نیکلسن وویل«هیروین د تروریزم په شان نړیواله ستونزه ده.»د نیکلسن په وینا طالبان د مخدرو موادو په عوایدو جګړې ته دوام ورکوي.

د ناټو قوماندان وايي چې طالبان پر یوه جنايي تنظیم بدلېږي او د پیسو د ترلاسه کولو لپاره اختطافونه کوي او مخدر مواد قاچاق کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *