تاند- په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانمفرډ وايي، که ټول نړیوال ځواکونه د سږکال په پای کې له افغانستانه ووځي القاعده شبکه به بېرته ژوندۍ او فعاله شي او بیا به د لوېدیځ پر ضد پلانونه جوړ او حملې وکړي.
جنرال ډنفرد، چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته خبرې کولې، وویل:«د القاعده عناصر له کونړ او نورستان ولایتونو فعالیت کوي، او دا ورته لویه کامیابي ښکاري چې موږ له افغانستانه ووځو څو دوی ته موقع برابره شي.»
ده وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل به د القاعده لپاره نه یوازې د روحیې له نظره بری وي بلکې عملاً به دا شبکه پر یوه قوي غورځنګ بدله شي.
اوباما ویلي چې که د افغانستان ولسمشر امنیتي موافقه ورسره لاسلیک نه کړي د سږ کال په پای کې له افغانستانه ټول پوځیان باسي، د ناټو نورو غړیو هم ورته خبره کړې ده.
خو نور امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته به صبر وکړي او له نوي ولسمشر سره به امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
دې ته په پام سره چې د امنیتي موافقې له نه لاسلیکولو سره سره طالبانو له حامد کرزي سره، نه د سولې خبرې وکړې او نه یې د جګړې شدت کم کړ، څارونکي وايي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به د کرزي تجربې ته په کتو له امریکا سره امنیتي موافقه سمدستي لاسلیک کړي.
ډنفرډ د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته په استماعیه غونډه کې وویل، ښايي د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هیڅ کاندید په لومړي پړاو کې بریالی نه شي او انتخابات بل پړاو ته وغځېږي او نوی ولسمشر د اګست تر میاشتې پوري واک ترلاسه نه کړي.
بل پړاو ته د ټاکنو د غځېدو په صورت کې د کرزي د واک موده اوږدېږي.
ډنفرډ وویل چې د ځواکونو د پاتې کېدا ناڅرګند حالت به د خپل راتلونکي په اړه په افغانانو کې بې یقیني زیاته کړي، او د سیمې هیوادونو ته به مخه کړي چې ورسره مرسته وکړي.
ډنفرډ وویل، که امریکا او افغانستان پر امنیتي موافقې سلا نه شي او امریکاييي پوځیان له دغه هیواده ووځي، د افغان امنیتي ځواکونو(اردو او پولیسو) ظرفیتونه به له راتلونکي کاله په ټیټېدو شي.
ده په عین حال کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه خورا پیاوړي شوي، د پام وړ پرمختګ یې کړی، د وسله والو طالبانو د حملو مخه یې ډب کړې ده.
ډنفرډ د بېلګې به توګه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو پر مشورتي لویې جرګې د طالبانو د حملې پلانونه شنډ کړل.
يو خو تاسي وشرميگي لدي وراستي ماركي سره دا القاعده نوره وراسته او زره ماركه ده كه بل نوي پردوكشن لرئ له هغي كار واخلي تاسي ژر ورك شئ چي ددي قطري او پنجابي پيرنگيانو په كونه سوتي ورننه باسو،دا خو سه عراق او ليبيا نده دا افغانستان دي ساده خيله!
د ناټو عمومي قومندان واييو او که د ناټو عمومي قومندان وايي
تف لانت پردې منافقينو افغان اولس خو له القاعدې سره قرارداد ندی کړی اوس دامالوميږي چې تاسې څه غواړۍ!