تاند- ناټو وايي، یوې میاشتې وخت ته اړتیا لري چې افغانستان ته د نورو پوځیانو د استولو غوښتنې ته ځواب ووايي.

د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې د ناټو د پوځي کمېټې په غونډه کې د دې تړون د ۲۹ غړیو هیوادونو دفاعي مشرانو (دفاع وزیرانو) ومنله چې په افغانستان کې د ځواکونو اوسنی شمېر لږ دی او باید دا تشه ډکه شي.

د کمېټې عمومي رييس پیټر پاول په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې اړه پرېکړه به وروسته له دې وشي چې دوی له خپلو حکومتونو سره سلا وکړي.

ده دا خبره وروسته له دې وکړه چې د امریکا لوی درستیز جوزیف دانفورډ او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو غوښتنه ورڅخه وکړه.

د ناټو د دفاعي مشرانو دا غونډه څو میاشتې وروسته له دې جوړېږي چې د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس د ناټو پر غړیو ږغ وکړ چې په افغانستان کې باید خپل ماموریت بشپړ کړي او کنې د یاغیانو د بلوا د خپرېدو خطر په غاړه واخلي.

د ناټو ګډ عمومي قواندان امریکايي جنرال کورتیس سکاپاروتي خبریالانو ته وویل، تمه ده چې د ناټو غړي به په اکتوبر میاشت کې د کمېټې په بله غونډه کې زغرد ځواب ورکړي.

تراوسه پورې یوازې البانیا، چې په افغانستان کې ۸۳ سرتېري لري، اعلان کړی چې حاضره ده دې هیواد ته ۳۰ نور پوځیان ولېږي.

امریکا په خپله شاوخوا ۴ زره نور سرتېري افغانستان ته لېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *