تاند- د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان له ولسمشره وغوښتل چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي څو د دې تړون د غړیو هیوادونو پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې حضور ته دوام ورکړای شي.

د ناټو چارواکو د بروکسل په غونډه کې د سې شنبې په ورځ ناوخته خبرداری ورکړ، که ولسمشر کرزی امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي د امریکا او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو پوځیان به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ووځي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او لارښوونې لپاره به وړې ډلې پرې نږدي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې خبریالانو ته وویل:« زما اندېښنه دا ده، که موږ افغانستان ته روزونکي ونه لېږلی شو، د افغانستان پر امنیتي وضعیت به منفي اغېز وکړي او پر دې سربېره به له افغانستان سره پر مالي مرستو ناوړه اغېز وشیندل شي.»

ده هیله څرګنده کړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به په وخت امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ناټو په پام کې لري چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشاورې لپاره له اتو زرو تر پنځلس زرو پوري پوځیان پرېږدي.

د ناټو چارواکي وايي، که د افغانستان ولسمشر حامد کرزي امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه او د ناټو پوځیان مجبوره شول چې له افغانستانه ووځي، له افغانستان سره به د ناټو او امریکا څه باندې ۸ ملیارد ډالره کالنۍ مرسته له خطر سره مخامخ شي ځکه چې د دوی په وینا له هغه هیواد سره مرسته نه شي کولی چې د خپلو مرستو پر لګښت کنټرول او څارنه ونه لري.

تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، په دې اړه پرېکړه سخته ده چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې بهرني پوځیان پاتې شي او که پاتې نه شي.

ده د افغانستان له حکومته وغوښتل چې ژر پرېکړه وکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو په مهال خبرداری ورنه کړ چې که افغانستان د کال تر پایه (راتلونکو څه کم دېرشو ورځو کې) امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه امریکا او ناټو به له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او یا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور کاملاً پای ته ورسوي.

کیري کوم ضرب الاجل ونه ټاکه خو ویې ویل چې ژر ځواب افغانانو ته د خپل امنیت په اړه ډاډ ورکوي او د امریکا متحدو ایالتونو او د ناټو نورو ملتونو ته موقع ورکوي چې د نوي روزنیز ماموریت لپاره پلانونه جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *