تاند- د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ موافقه وکړه چې له راتلونکي کاله په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې نوی ماموریت پیل کړي. دا ماموریت به د اوسني هغه ځای ونیسي چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي روان دی او پر اساس یې د ناټو ځواکونه د القاعده او طالبانو پرضد په جنګي عملیاتو کې برخه اخلي.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل، دا نوی ماموریت به، چې «هوډمن ملاتړ» نومېږي، د ناټو د اوسني جنګي ماموریت د پای ته رسېدو په سبا د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په پنځلسمه پیل شي او په ترڅ کې به یې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکول کېږي چې د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د ناټو په مرکز (بروکسل) کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل:«د افغانستان راتلونکې اوس د افغانانو په لاس کې ده.»
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په داسي حال کې چې د افغانستان ملي پولیس او ملي اردو د هیواد ټول ۳۴ ولایتونه تر کنټرول لاندې لري تاوتریخوالی په دغه هیواد کې په ځانکړي ډول وروسته له دې زیات شوی چې د ناټو پوځیان وتلي دي.
ناټو په پام کې لري چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ۱۲زره پوځیان ولري خو که د طالبانو بریدونو دوام وکړ او یا تر دې سخت شول دا احتمال شته چې په ځانګړي ډول امریکا په افغانستان کې تر هغه څه زیات پوځیان پرېږدي چې اوس یې په پام کې لري.
د افغانستان په دیارلس کلنه جګړه کې د ناټو شاوخوا ۳۵۰۰ سرتېري وژل شوي دي.