تاند- په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي، افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د لېږلو امر شوی خو شمېر یې څرګند نه دی.
جنرال جان نیکلسن نن /پنجشنبه/ خبریالانو ته وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ پیغام دا دی چې طالبان په افغانستان کې پرمختګ او بري ته نه پرېښودل کېږي.
ده تاکید وکاوه چې امریکا د افغانانو ترڅنګ د افغانستان له دښمنانو سره مبارزه کوي.
ده همداراز وویل، افغان هوايي ځواک به پیاوړی شي او دښمن به هیڅکله په جګړه کې بریالی نه شي. دوی له پخلاینې پرته بله لار نه لري.
نیکلسن له خبریالانو سره د خبرو په مهال د افغان امنیتي ځواکونو د ماتېدو احتمال په کلکه رد کړ او ویې ویل چې د امریکا نوې ستراتیژۍ د افغان امنیتي اودفاعي ځواکونو د بري لار نوره هم هواره کړې ده.
ده د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې د افغانستان امنیت د امریکا امنیت دی او طالبان باید دا درک کړي او جګړه ودروي.
نیکلسن د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو مرکزونو ته په اشارې وویل چې د پاکستان له حکومت سره په دغه هیواد کې د تروریستی اډو د له منځه وړلو لپاره پټ تماسونه او سلامشورې پیل شوي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان طالبانو او داعشیانو ته د سختو ګوزارونو یادونه وکړه، ویې ویل چې په وروستي یوکال کې په هلمند کې د طالبانو سرې قطعې ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي، سرګروپان یې وژل شوي او داعش هم په ننګرهار کې بد ګوزارونه خوړلي دي.