تاند- په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د تړون لاسلیکېدا به هم افغانانو او هم طالبانو ته ښکاره پیغام ورسوي چې نړیواله ټولنه حتي له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته هم د دغه هیواد د ثبات راتلونکې ته ژمنه ده.

جنرال جوزیف ډنفرډ له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې نن /شنبه/ وویل: افغان امنیتي ځواکونه به، چې دوې میاشتې پخوا یې د امنیتي چارو مشري په غاړه واخیسته، د طالبانو په وړاندې کلک ودرېږي.

ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه، چې اوس یې شمېر درې نیم لکو ته رسېږي، له ۲۰۱۴ وروسته هم روزنې او تریننګ ته اړتیا لري.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې نړیوال جنګي ځواکونه له افغانستانه وځي او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو په صورت کې محدود شمېر امریکايي او نور بهرني پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره پاتې کېږي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون خبرې له ډېره وخته روانې دي خو د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو له کبله نتیجې ته نه دي رسېدلي.

وروستی ځل په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو پر سر د افغانستان ولسمشر له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې ودرولې خو وروسته دواړو خواوو د امنیتي تړون پرسر د خبرو پر ضرورت ټینګار وکاوه.

د کتونکو په وینا د طالبانو له لوري د حملو زیاتېدا مرسته کړې چې افغانستان له امریکا سره د امنیتي تړون پرسر پر خپلو غوښتنو زیات ټینګار ونه کړای شي.

طالبانو د روژې په میاشت کې په ځانګړي ډول حملو ته زور ورکړ.

One thought on “د ناټو قومندان د امنیتي تړون لاسلیکېدا به طالبانو ته زغرد پیغام ورسوي”
  1. In my opinion, the best thing is to just ignore the much repeated nonesense by these political and military actors and pundits of the invading nations. As it clearly defies logic and human understanding. If Taliban have been and are in a position to challange the military might of the West for the last 12 years, you do not need to go to any school to imagine that they would certainly not be intimidated by the so called Security Pact. It is naif to think that a signature on a peace’ of paper, called Pact, will sent a message and deter Taliban from their struggle and lay their arms. The thing is that when you are in power you do not need logic. You are free to say what you want. There are always some to spin around your baseless arguments. This is clear that the Pact is not for Afghanistan, it is to ensure the interestes of invading nations. The signature of the pact will ensure the blood letting in Afghanistan for the years to come and this is what the US do not care. Anyway, one thing is clear that the west will leave if it cannot stay and it will leave the day they cannot stay any longer. The interests of Afghans and Afghanistan does not figure in this decision.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *