تاند- په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو یو لوی قومندان وايي،  طالبان به هیڅکله بشپړه ماتې ونه کړي او د سږ کال په جګړه کې لا هم د سیمو د لاندې کولو هڅې کوي.

د این بي سي نیوز تلویزیوني چاینل د راپور له مخې د ناټو د عمومي قومندان مرستیال تورنجنرال لې میلر پرون له افغانستانه د سټیلایټ له لارې خبریالانو ته وویل:«که موږ فکر وکړو  چې طالبان به کاملاً له منځه یووړل شي، دا عملي نه ده. دوی به ځان ښکارولو ته دوام ورکړي.»

ده زیاته کړه:«مهمه دا ده چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه دې حد ته ورسول شي چې دوی د افغانستان د ګڼ مېشتو سیمو امنیت وساتلی شي.»

تورنجنرال میلر دا هم وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حملو په وړاندې په دفاع کې فوق العاده پرمختګ کړی دی.

ده د مثال په توګه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ روانه جګړه یاده کړه چې د طالبانو یو مهم مرکز ګڼل کېږي.

ده اټکل وکړ، دا جګړه چې د مې په پنځه ویشتمه پیل شوې وه ممکن په څو ساعتونو کې پای ته ورسېږي.

میلر د افغان امنیتي ځواکونو د بري په اړه له اټکل سره سره خبرداری ورکړ چې د جګړې فصل لا پای ته نه دی رسېدلی.

په داسي حال کې چې نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي، د افغان امنیتي ځواکونو مسوولیتونه په ځانګړي ډول په تودو میاشتو کې زیاتېږي.

تورنجنرال میلر وویل، سنګین ولسوالۍ وښودله چې افغان امنیتي ځواکونه په زیاتېدونکي ډول د چلینجونو مقابلې ته تیار شوي، دوی یوازې هوايي ترانسپورت او لوژیستیکي ملاتړ ته اړتیا لري او له دې پرته یې د ناټو ځواکونو نوره مرسته رد کړې ده.

میلر پر سنګین د حمله کوونکو طالبانو شمېر یوازې یونیم سل وښود خو امریکايي پوځیانو ویلي چې د هغوی شمېر شاوخوا دوه سوه دی.

ویل شوي چې د طالبانو په منځ کې ډېر بهرنیان هم شامل دي خو میلر په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې غوره بولي چې دې پوښتنې ته ځواب ونه وايي.

له ډېرې مودې راهیسي د ناټو غړي هیوادونه نه غواړي چې پاکستان ته بیا بیا د تور ګوته ونیسي.

7 thoughts on “د ناټو قومندان وايي، طالبان به هیڅکله کاملاً له منځه یونه وړل شي”
  1. یعنی دا چه ناتو طالبان په رسمیت وپیژندل. پس نور لازمه نه ده چه جنګ ته ادامه ور کړای شی نو باید یو پراخ بنسټه حکومت دی را منځته شی چه ټولی خواوی په کی شمولیت ولری

  2. اللہ موتباکہ دافکربہ مواول کوی نہ بہ موژداسی کیدی نہ تاسی خواوس پخی سپکی کڑی نورمہ زان غرکوی مہ موژغرک سی

  3. له دی نه داروشانه معلومیژی چه امریکایان نه غواری د افغانستان روانی جگری ته د پای تکی کیژدی او یا هم د افغانستان امنیتی زواکونه په عصری او پر مختللو وسلو سمبال شی او افغانان خپل ملک خپله وساتی او په ارامه ژوند وکری دوی اوبه خروی او ماهیان پکی نیسی له یو طرفه پاکستان ته پیسی ورکوی طالبان په پشو دروی او له بله طرفه دلته د کرزی د حکومت سره دومره مرسته کوی چه صرف د طالبانو سره یی جنگ جاری وساتی او دوی د دی موقع نه د پاکستان په شمول خپله گته پورته کوی د دوی او پاکستان یی ورباندی سه که مره کیژی تول افغانان دی

  4. سلامونه هيوادوالو

    دا جوته خبر ده چي دا ٣٠ كلنه جگره زموژ نه وه او نه به وي خو توله قرباني موژ افغانانو په تيره پشتنو وركره.

    په هيله د يوالي او پرمختيا د افغانانو
    وسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *