تاند- وسله والو طالبانو د ناټو د سرمشریزې په درشل کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان مدني ټولنې د ناټو له مشرانو وغوښتل چې د امنیتي چارو د انتقال او د روان میلادي کال په پای کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د بشپړه ایستلو په اړه پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

مدني ټولنې د بریتانیا په ویلز ایالت کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو کمیت او ظرفیت لا په هغه حد کې نه دی چې د خپل هیواد او خلکو د دفاع مسوولیت په غاړه واخلي.

دې ټولنې همداراز ویلي چې لا هغه وخت نه دی راغلی چې افغان امنیتي ځواکونه یوازې پرېښودل شي ځکه چې دوی تازه په خپلو پښو د درېدو په حال کې دي.

په همدې حال کې وسله والو طالبانو د بریتانیا په ویلز ایالت کې د ناټو له نننۍ سرمشریزې غوښتي چې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.

طالبانو ویلي چې تاریخ ثابته کړې چې زور هیڅکله د ستونزو حل لار نه ده او د تېرو دیارلس کلونو وینې بهیونو هم وښوده چې هیڅوک، که څه هم زورور وي، خپلې غوښتنې پر افغانانو ومني.

طالبانو همداراز ویلي:« افغان ولس یوازې د یو خپلواک، اسلامي او له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تبعیض پرته افغان شموله نظام تر سیوري لاندې سره را ټولېدی شي، او دا هغه هدف او آرمان دی چې افغان ولس یې د تر لاسه کولو لپاره په ملیونونو قربانۍ ور کړې دي. او اوس هم د همدې هدف لپاره قربانۍ ور کوي؛ ځکه خو باید دغه کړیدلی ولس نور پرېښودل شي تر څو له هر ډول زور او فشار پرته خپل برخلیک په خپله وټاکي.»

طالبانو تر دې پخوا په خپله خوښه د ملت له لوري د خپل برخلیک د ټاکلو په اړه څه نه و ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *