تاند- د افغانستان حکومت د پنجشنبې په ورځ ۷۷ بندیان، چې بهرنیانو نیولي ول، د بریتانیا او ناټو پوځیانو له مخالفت سره سره خوشي کړل.
پرون د دغو بندیانو له خلاصون سره په یووخت د وسله والو طالبانو په برید کې د یوه محصل په شمول ۱۱ تنه ووژل شول، د ورځې په پای کې وسله والو د کابل پر سرینا هوټل برید وکړ او تر دې یوه ورځ مخکې یې په فاریاب ولایت کې شاوخوا ۱۵ ملکیان ووژل.
خو د افغانستان حکومت وايي چې دا ۷۷ بندیان، چې ناټو او په تېره بیا بریتانیايي پوځیان یې د افغانستان امنیت ته خطرناک بولي، بېګناه دي.
دا ۷۷ بندیان له بګرام محبسه خوشي شول. بګرام، چې د امریکايي پوځیانو په کنټرول کې و، تېر کال د افغانستان حکومت ته وسپارل شو.
تېره میاشت هم د بګرام د یو شمېر بندیانو د خلاصون پر سر د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ جنجال رامنځته شوی و.
د ناټو ترمشرۍ لاندې پوځیانو په یوه اعلامیه کې د بندیانو د وروستۍ ډلې د خلاصون په اړه ویلي:«د بندیانو په ډله کې موجودو یاغیانو نړیوالو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبلې اړولي دي.»
د بریتانیا د سفارت یوه ویندوی ټیم جېمز وویل:«موږ د دې کسانو له خوشي کېدو سره موافق نه یوو. د هغو کسانو له منځه چې د پنجشنبې په ورځ خوشي شول، ۳۹ تنه بریتانیايي پوځیانو نیولي ول.»
بندیانو له خوشي کېدو وروسته شکایت کاوه چې دوی د ډېرې مودې لپاره بې له دې چې تور پرې پور شي، په بند کې ساتل شوي ول.
د ننګرهار یوه اوسېدونکي محمد انعام وویل:«دوی بې له دې چې کوم ثبوت ولري زه ونیولم، زما تعلیم او کورنۍ ته یې تاوان واړاوه.»
په لندن کې د بریتانیا دفاع وزارت د افغانستان د حکومت له لوري د بندیانو د خلاصون په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
تېره میاشت د افغانستان حکومت د بګرام له محبسه ۶۵ داسي بندیان خوشي کړل چې د امریکا په باور خطرناک ول.