خبرپاڼه –
تاریخ: 13 سرطان 1395
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان لپاره د ناټو سازمان له ملکي استازي اسماعیل اراماز سره ولیدل.
په دغه لیدنه کي د رواني جولای میاشتي پر ۸مه او ۹مه د پولینډ په وارسا کي د ناټو د غړو هیوادونو پر راتلونکي غونډي او د افغانستان پر امادګيو بحث وسو.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چي افغان حکومت په امنیتي او دفاعي برخو کي له کاملي امادګۍ سره د ناټو راتلونکي سرمشریزي ته ځي او هیله لري، چي هلته د تعهد اوږدمهالی ملاتړ تر لاسه کړي.
هغه زیاته کړه، چي حکومت په امنیتي او دفاعي برخو کي د اصلاحاتو پروسه هم په ښه ډول مخته وړې او په دې برخه کي د خپلو تعهداتو عملي کېدو ته ژمن دی.
د ناټو ملکي نماینده اسماعیل اراماز وویل، چي د ناټو غړي هیوادونه د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن دي.
نوموړي زیاته کړه، چي د وارسا غونډه د افغانستان او ناټو سازمان ترمنځ د پوځي همکاریو د راتلونکي لپاره فوق العاده مهمه ده او کار کيږي، چي هلته په نظامي برخو کي د نړۍ تعهد تر لاسه سي.
د ښاغلي اراماز په وینا، چي له دوی له اړوندو افغاني ادارو سره د امادګیو او پلانونو په مرحله کي کار کړی او هر اړخیزه امادګي نیول سوې ده.