تاند- په داسي حال کې چې په افغانستان کې د انتخاباتو پر سر ناندرۍ روانې دي د ناټو مشران اندېښمن دي چې له افغانستان سره به دوه اړخیز امنیتي تړون وځنډېږي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن پرون /سې شنبه/ وویل چې افغانستان ته پکار ده چې امنیتي موافقه په وخت لاسلیک کړي.

سرمنشی اندریس فوګ راسموسن د متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره له کتنې وروسته وویل:«که امنیتي موافقه په خپل وخت لاسلیک نه شي، موږ به له ۲۰۱۴ وروسته د روزنې د ماموریت په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ شو.»

د افغانستان اوسنی حکومت حاضر نه دی چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي خو د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ویلي چې د واک ته رسېدو په صورت کې به دا موافقه لاسلیک کړي.

د یو ایس ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې پرون د اوباما او راسموسن د خبرو یوه مهمه موضوع افغانستان و.

ناټو وايي، تر څو چې د افغانستان حکومت د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي موافقه لاسلیک کړې نه وي دا تړون له افغانستان سره امنیتي موافقه نه کوي.

د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې امریکا شاوخوا ۱۰ زره روزونکي په افغانستان کې پرېږدي. شاوخوا ۶ زره روزونکي به ناټو هم په افغانستان کې پرېږدي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

د امریکا او ناټو لپاره مهمه دا ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه ژر څرګنده شي څو له نوي حکومت سره تر دسمبر وړاندې امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

د امریکا او ناټو مشرانو د روسیې او اوکراین او ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *