تاند- په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، بې له دې چې د چا نوم واخلي، د انتخاباتو د ځنډولو نظر رد کړ، ویې ویل چې افغانان لېواله دي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په انتخاباتو کې همکاري ته تیاري وښوده؛ ویې ویل، په انتخاباتو کې ګډون ته د افغانانو لېوالتیا زیاته شوې او څه باندې ۸ ملیونو افغانانو نومولیکنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو ګوندونو په وروستیو ورځو کې په سریناهوټل کې په خپله ناسته کې د نوملیکنې د اوسنی بهیر د لغوه کېدو او له سره په بایومیتریک سیستم د رای ورکوونکو د نوملیکنې د پيل کېدو غوښتنه وکړه.
خو دانتخاباتو خپلواک کمیسیون د هغوی دا غوښتنه سمدستي رد کړه، ویې ویل چې په هیڅ صورت ممکنه نه ده چې په بایو میتریک سیستم دې په څو میاشتو کې نوملیکنه وکړل شي.
ټاکل شوې ده چې د سږ کال د میزان میاشت په ۲۸ مه نېټه /اکتوبر۲/ د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات په یو وخت وشي.
تېره اوونۍ ولسمشر غني د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په مهال په بروکسل کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د انتخاباتو د څارنې لپاره افغانستان ته څارونکي ولېږي.
د ناټو ملکي استازي وویل، ناټو او د افغانستان حکومت په ګډه هڅه کوي چې هغه ستونزې لېري کړي چې د انتخاباتو په لاره کې شته.