تاند- رویټرز خبري اژانس وايي، د ناټو ځواکونه یو وار بیا په هلمند کې د طالبانو لاس ته د موسي کلا د ستراتیژیک ښار د لوېدو د مخنیوي لپاره د افغان امنیتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

د موسي کلا ولسوالي په ۲۰۰۷ م کال د افغان، بریتانیايي او امریکايي پوځیانو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له کنټروله ووته.

د بریتانیا صدراعظم هماغه مهال له موسي کلا څخه د طالبانو ایستل مهم پرمختګ بللی و.

وروسته له دې چې طالبانو د نوزاد ولسوالۍ د لاندې کولو په ترڅ کې له افغان امنیتي ځواکونو ۳۰ زغرګاډي او ډېره وسله ونیوله، د موسي کلا په لور یې پرمختګ پیل کړ او د دې ولسوالۍ د ودانۍ تر پنځوس کیلومترۍ پوري یې ځانونه ورسول.

د ناټو الوتکو په تېرو څو ورځو کې پر طالبانو څو ځلي بمباري وکړه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په روان دوبي کې طالبانو د هلمند په شمال او جنوب کې ځیني سیمې د لنډ وخت لپاره ونیولې خو افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو پوځیانو له هوايي ملاتړه پرته بېرته طالبان پسې واخیستل.

Helmand big Sizeپه افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویندوی برین تریبس وویل چې هوايي ځواک ته وروسته له دې د برید وویل شول چې طالبانو افغان او نړیوالو ځواکونو ته تهدید پېښ کړ.

ده په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل.

په سیمه کې د افغان ملي اردو یوه ویندوی وویل چې د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۷ سختدریځي ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

د موسي کلا ولسوال د دوشنبې په ورځ د طالبانو لاس ته د موسي کلا ولسوالۍ د ښار د نه لوېدو لپاره د نور پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه.

د موسي کلا ولسوال محمد شریف وویل:«طالبان ځانونه تیاروي چې نن شپه له درو خواوو یرغل وکړي. که ژر تر ژره مرسته را ونه رسېږي، ولسوالي به د طالبانو لاس ته ولوېږي.»

ویل شوي چې طالبانو د یکنشبې په شپه د موسي کلا ولسوالۍ څو پوستې نیولي، همداراز د شنبې او یکشنبې ترمنځ له ولسوالۍ څو کیلومتره لېري یې یو لوی پوځي کمپ له ۲۵ سرتېرو سره نیولی دی.

د هلمند د پولیسو چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ یې موسي کلا ته کومکي ځواک ولېږه او دا ځواک به د ولسوالۍ دفاع وکړي.

له بلې خوا راپورونه وايي چې طالبانو هم له بېلابېلو سیمو په سلګونو جنګي کسان د موسي کلا د نیولو لپاره دې ولسوالۍ ته استولي دي.

په هلمند کې د جګړې د شدت اخیستو له کبله د هلمند او کندهار مرکزونو ته د کجکي برېښنا پرچاو شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *