تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي حمله کې د طالبانو د یوه مسوول مقام په شمول ۱۵ غړي ووژل شول.

د دفاع وزارت سرچینې وايي چې دا برید پرون /شنبه/ د کندوز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې وشو.

په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د محبس مسوول هم شامل دی.

بې پېلوټه الوتکو داسي وخت پر طالبانو برید وکړ چې دوی له یوې سیمې بلې ته په موټرو کې روان ول.

پرون په افغانستان کې د امریکا پوځ وویل چې وروسته له دې چې یوه میاشت مخکې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو صلاحیتونه زیات کړل، د لومړي ځل لپاره یې په دغه هیواد کې پر طالبانو دوې حملې کړي دي.

امریکايي پوځیانو د حملو ځای او د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.

د چهاردرې ځیني اوسېدونکي تاییدوي چې ۱۵ طالبان او د دې ډلې د محبس میسوول ملا جنت ګل او ۱۰ بندیان وژل شوي دي.

په دې حساب د ناټو په دې حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۶ تنو ته رسېږي.

شاهدان وايي چې طالبانو بندیان په کانتینر کې له یوې سیمې بلې ته وړل.

طالبانو په وروستیو کې د بغلان – کندوز په لویه لاره کې د موټرو په لسګونو سپرلۍ یرغمل کړې.

One thought on “د ناټو په هوايي حمله کې ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول”

ځواب دلته پرېږدئ