تاند- د قرغیزستان په مناس هوايي اډه کې د امریکايي پوځیانو د سونګ رسولو ماموریت پای ته ورسېد او د امریکا سترې تېل وړونکې الوتکې له دغه هوايي ډګره د خپل هیواد په لور روانې شوې.
امریکا د قرغیزستان له مناس هوايي اډې څخه په افغانستان کې د ناټو پوځیانو ته د سونګ موادو د رسولو په توګه کار اخیست.
د امریکا د ترانسپورتي مرکز مطبوعاتي ريیس مکس ډسپین نن د مناس د ماموریت د پای ته رسېدا په مراسمو کې وویل:«حاضردمه امریکا له دې هوايي اډې څخه د باري الوتکو لپاره کار اخلي.»
ده وویل، د سونګ موادو رسوونکې اکثره الوتکې (KC135) امریکا ته تللي او یوازې به باري الوتکې تر هغو دلته پاتې شي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي.
قرغیزستان د مناس هوايي اډه په ۲۰۱۰ میلادي کال امریکا ته وسپارله څو له هغې څخه په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د تېلو د رسولو ترڅنګ نور مواد ورسوي او ورسره په یووخت امریکايي عسکر له دې لارې افغانستان ته ولېږي او یا یې له افغانستانه بېرته واستوي.
امریکا تېر کال له قرغیزستانه وغوښتل چې د مناس اډې قرارداد اوږد کړي خو قرغیز چارواکو، چې د روسیې تر فشار لاندې دي، د امریکا له غوښتنې سره موافقه ونه کړه.
د قرغیزستان او امریکا د موافقې له مخې امریکايی پوځیان باید د روان ۲۰۱۴ میلادي کال د جولای تر ۱۱ مې پوري د دغه هیواد له خاورې ووځي.
په مناس هوايي اډه کې شاوخوا ۲ زره امریکايي پوځیان او ګڼ شمېر څرخکې او نورې الوتکې موجودې دي چې په افغانستان کې د ناټو له پوځیانو سره د اړتیا په وخت مرسته کوي.
امریکا په تېرو لسو کلونو کې د قرغیزستان د هوايي اډې له لارې دوه ملیونه پوځیان افغانستان ته وړي – راوړي دي.