تاند- د ناټو غړیو په بروکسل کې وویل چې د دغه تړون د غړیو هیوادونو پوځیان به څلورکاله نور په افغانستان کې پاتې شي.

له بروکسل څخه د یو پي آی د راپور له مخې، یوه دیپلومات وویل، د امریکا له دې پلان سره سره چې د ۲۰۱۶ تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموي، ۲۸ هیوادونه به، چې د ناټو غړی دي، د جولای په میاشت کې د پولنډ د پلازمېنې وارسا په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د معاش او وسلو لپاره د ۵ ملیارد ډالرو ژمنه وکړي.

دوی دغه راز پرېکړه کړې چې د جلال اباد او کندهار اډې، چې ټاکل شوې وه، بندې کړای شی او د ناټو ځواکونه ورڅخه ووځي، پرانستي پاتې شي.

د طالبانو د حملو د زیاتېدو له کبله د ناټو او امریکا پوځیان مجبوره شول چې له افغانستانه وتل وځنډوي. ټاکل شوې وه چې د روان کال تر پایه بهرني پوځیان ووځي او ډېر لږ شمېر د خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو د ساتنې لپاره پاتې شي.

ټاکل شوې ده د وارسا په غونډه کې د ناټو تړون د وضعیت او په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د راتلونکي په شان پر کلیدي مسلو پرېکړې وشي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د چهارشنبې په ورځ /جون۱۵/ په بروکسل کې وویل، په ۲۰۱۷ کې به په افغانستان کې د ناټو د پوځیانو شمېر لږ وي.

ده په عین حال کې وویل:«موږ اوس په دې کار کوو چې په ۲۰۱۷ م کال د ځواکونو د دقیق شمېر په اړه وروستۍ پرېکړه وکړو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *