د ناټو عومي قوماندان

تاند- په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د افغانستان او سیمې لپاره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نوې پالیسۍ له اعلان راپه دې خوا د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د پنجشنبې په ورځ ناوخته سي این این تلویزیون ته وویل«ما د دوی (پاکستان) په چلند کې هیڅ تغییر نه دی لیدلی.»

نیکلسن دا خبره په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې له ګډونه وروسته د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا د طالبانو د پناهځایونو د له منځه وړلو په برخه کې یې د پاکستان د همکارۍ زیاتېدا احساس کړې ده؟

نیکلسن زیاته کړه«تاسو د ولسمشر ټرمپ، دفاع وزیر جېمز متیس، لوی درستیز جوزیف ډنفورډ، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ښکاره څرګندونې واورېدې، موږ د هغو تروریستانو پر ضد – چې د ټولې سیمې ثبات ګواښي – له پاکستان سره په لوړه کچه کار کوو. پاکستان د هغو تروریستانو پر ضد، چې د دغه هیواد د حکومت پر ضد جنګېدل، سخت جنګ کړی او قربانۍ یې ورکړي خو اوس موږ له دوی څخه غواړو چې د هغو نورو تروریستانو پر ضد هم اقدام وکړي چې پر افغانستان او ايتلافي ځواکونو حملې کوي.»

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان په دوام کې وویل«د امریکا د متحدو ایالتونو دریځ بیخي روښان دی او هغه دا چې موږ هیله لرو په څو اوونیو او میاشتو کې تغییر راوړي کنې موږ پسې ورځو.»

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس پرون /پنجشنبه/ د ناټو دفاع وزیرانو ته وویل، د امریکا حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي چې پاکستان په امتیازونو او نورو لارو د افغان طالبانو ځپلو ته وهڅوي.

ده وویل«یقیناً چې دا لاره شته چې پاکستان ته امتیاز ورکړو او یا یې مسوول وبولو.»

په وروستیو ورځو کې داسې خوشبینۍ پیدا شوې وې چې ګنې پاکستان غواړي چې په خپله پالیسي کې بدلون راوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *