افغان امنیتي ځواکونه

تاند- د ناټو یوه پوځي چارواکي وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د مقابلې لپاره پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو مرستیال عمومي قومندان ډګرجنرال جان لوریمر (John Lorimer) پرون/ سې شنبه/ وویل: د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس اوس تقریباً بشپړ شوي دي، خو د هغوی اوږدمهاله اغېزمنتیا یقیني نه ده.

دغه بریتانیايي جنرال همداراز وویل:«۳ لکه دوه پنځوس زرو ته د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر د رسولو هدف تقریباً ترلاسه شوی دی. موږ ته اوس پکار ده چې د دغو ځواکونو پر کیفیت تمرکز وکړو ځکه څه چې موږ لرو دوامداره نه ښکاري.»

ده، چې له خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته کړه:«موږ ته پکار ده چې د افغان ځواکونو د ظرفیتونو او وړتیاوو د زیاتولو لپاره د افغانستان له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره مرسته وکړو. حاضردمه دواړه له لازمو ظرفیتونو برخمن نه دي.»

لوریمر وویل، د ناټو او ايتلاف مشران باید دا یقیني کړي چې د افغانستان حکومت د جګړې په میدان کې د امنیتي ځواکونو د فعال ساتلو لپاره د بودجې، پلان او ادارې ضروري مهارتونه زده کړي دي.

جنرال لوریمر، چې تېره میاشت یې دا مسوولیت په غاړه واخیست، همداراز وویل:«موږ اوس زیات تمرکز پر دغو کلیدي برخو کوو.»

د ناټو ترمشرۍ لاندې ټول ۸۷ زره پوځیان به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ووځي، او افغان ملي اردو او پولیس به د طالبانو په وړاندې د جګړې ټول مسوولیتونه په غاړه لري.

ناټو اوس هره اوونۍ له افغانستانه دوه زره سرتېري باسي خو ډېر افغانان وېره لري چې بیا به خونړۍ جګړې پیل شي. د جګړې له میدانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره طالبانو جګړې ته لا زور ورکړی دی. په همدې علت هم د افغانانو اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

د ناټو له مرستیال عمومي قومندان څخه وپوښتل شول چې ایا افغان امنیتي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې په موثر ډول د امنیتي چارو ټول مسوولیتونه په یوازې توګه په غاړه اخیستلی شي؟ ده په ځواب کې وویل:«د دې پوښتنې ځواب به دا وي، که ظرفیت ولري هو.»

ده دا هم وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو په ظرفیت کې د ۲۰۰۷ کال او اوس ترمنخ خورا زیات توپیر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *