د ارشیف عکس

تاند- تېر مازدیګر ناوخته په کابل ولایت کې د ناټو پر یوه کاروان په انتحاري حمله کې ۳ افغان لارویان او۲ بهرني پوځیان وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د دې پېښې د تاییدولو په ترڅ کې وویل چې په برید کې د ناټو ۵ سرتېري او یو ترجمان ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې انتحاري حمله د کابل په قره باغ ولسوالي کې، چې د ناټو سترې اډې بګرام ته نژدې ده، وشوه.

دا په یوه اوونۍ کې پر ناټو ځواکونو دوهمه حمله ده. تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د ناټو ځواکونو پر کاروان په موټر بمي برید کې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د عراق پر سفارت په برید کې دوه تنه ووژل شول خو تر ټولو خونړۍ حمله په هرات کې د شیعه ګانو پر جومات وه چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست او لږترلږه ۳۰ تنه پکې ووژل شول.

د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو او له افغانستانه د ناټو د جنګي ځواک له وتلو وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تلفات خورا لږ شوي دي.

د آی کژولټي ویبپاڼې له مخې، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د تلفاتو دقیقې شمېرې خپروي، سږ کال په افغانستان کې د ناټو ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

د دې ویبپاڼې پر اساس له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پورې په افغانستان کې د ناټو او امریکا ټولټال ۳۵۳۸ پوځیان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *