هیلي کوپتر

تاند- د بهرنیو ځواکونو یوه څرخکه پرون /جمعه/ په لوګر ولایت کې ولوېده او له ونې سره ټکر شوه.

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د نړیوالو ځواکونو دا هیلي کوپتر د دښمن له لوري ویشتل شوې نه ده بلکې د تخنیکي ستونزې له کبله یې بیړنۍ ناسته کوله چې له ونې سره ولګېده.

خو ځینې نور بیا وايي چې هیلي کوپتر هغه مهال له ونې سره ټکر شوه چې بېرته الوتله.

په دې پېښه کې، چې د لوګر د خروار په ناامنه ولسوالي کې وشوه، یو امریکايي پوځي وژل شوی او ۶ نور ژوبل دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت پېښه تایید کړه خو نور څه یې ونه ویل.

«پرون ماښام زموږ یوه څرخکه په لوګر ولایت کې له پېښې سره مخامخ شوې. د دې پېښې جزییات به د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته اعلان کړو.»

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې دا هیلي کوپتر دوی ویشتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *