تاند- له افغانستانه د اکثرو نړیوالو ځواکونو له وتلو او د امنیتي مسوولیتونو له سپارلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د اخبره د چهارشنبې په ورځ د ناټو یوه جګپوړي قومندان وکړه.

د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې په روان ۲۰۱۴ میلادي کال کې، چې لا یې څه کم دوې میاشتې پاتې دي، د افغان ځواکونو تلفات د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۶ اعشاریه ۵ زیات شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا دوهم درجه لوی قومندان تورنجنرال جوزیف اندرسن وویل چې سږ کال ۴ زره ۶۳۴ افغان پولیس او د اردو ځواکونه وژل شوي دي خو په ټول ۲۰۱۳ میلادي کال کې ۴ زره ۳۵۰ تنه افغان پولیس او عسکر وژل شوي ول.

افغان امنیتي ځواکونه د ناټو پوځیانو په شان د ځان ساتنې لپاره ښه وسایل نه لري ځکه د دوی تلفات زیات دي.

اکثره افغان ځواکونه د طالبانو په مخامخ حملو کې نه بلکې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل کېږي.

طالبان هڅه کوي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مخامخ نه شي.

تورنجنرال اندرسن له کابله په واشنګټن کې د ودیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، پکار ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو شمېر کم کړای شي.

ده همداراز وویل چې د افغانستان حکومت د ټپي پوځیانو او پولیسو د بېړنیو طبي مرستو وضعیت ښه کړی دی خو لا هم نور کار ته اړتیا ده چې د افغان امنیتي خواکونو د تلفاتو شمېر لږ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *