تاند- د ناټو په یوه پټ سند کې ویل شوي چې د دغه تړون غړي غواړي چې په راتلونکي کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ زیات کړي.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د شنبې په ورځ /نوومبر۲۱/ د ناټو له مرکز بروکسل څخه په یوه راپور کې وویل چې دیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي، د ناټو د وزیرانو راروانې غونډې ته یو ځانګړی راپور چمتو شوی دی.

د دې سند پر اساس ناټو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په دې هم موافقه کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو غور وکړي. ویل شوي چې د استخباراتي معلوماتو شریکېدا کېدای شي له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې د طالبانو د وروستیو حملو په شان پېښو مخه ونیسي چې افغان امنیتي ځواکونه ورته تیار نه ول.

همداراز ټاکل شوې ده چې د ناټو نور روزونکي د افغانستان جنګ ځپلیو او نارامو سیمو ته واستول شي.

د راپور پر اساس په بیړنیو حالاتو کې به د ناټو هوايي ځواک بمباري کوي.

ډي پي اې وايي چې ناټو دا راپور تایید نه کړ، خو یوه ویندوی وویل چې د دسمبر په لومړۍ او دوهمه به په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وشي.

په دې غونډه کې به د ناټو وزیران د خپلو ټولو ماموریتونو لپاره د ځواکونو د ورکولو ژمنې وکړي.

په افغانستان کې د ناټو په اوسني روزنیز ماموریت کې، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت نومېږي، ۱۳ زره ځواکونه شامل دي. دوی په جګړې کې د برخې اخیستو اجازه نه لري خو د ځان دفاع کولی شي.

One thought on “د ناټو یو پټ سند ښيي چې دا تړون په افغانستان کې خپل دخالت زیاتوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *