تاند- په کندهار کې پرون /شنبه/ د ناټو دوه سرتېري د نفوذي عناصرو په ډزو ووژل شول.
ناټو د وژل شویو سرتېرو د هویت او ملیت په اړه څه نه دي ویلي خو د رومانیا دفاع وزارت وايي چې وژل شوي سرتېري یې، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې په ماموریت بوخت ول، د رومانیا اتباع دي.
دغه وزارت پرون وویل:«د شنبې په ورځ په لس بجې او ۴۵ دقیقو کندهار ته نژدې دوه رومانیايي پوځیان ووژل شول او درېم ژوبل شو.»
ویل شوي چې دا برید د دوو تنو له لوري، چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، شوی دی.
ګومان کېږي چې حمله کوونکي به د طالبانو نفوذي کسان ول چې وروسته په ځوابي ډزو ووژل شول.
په دې پېښه کې ټپي شوی رومانیايي پوځي د رومانیا د دفاع وزارت په وینا د درملنې لپاره جرمني ته وړل شوی دی.
د پېښې په اړه پوځي کمیسیون څېړنې کوي.
په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د لویې برخې له وتلو وروسته دا ډول پېښې، چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې زیاتې کېدې، لږ شوي دي.
په وروستیو څلور میاشتو کې په اروزګان او کندهار کې په ورته بریدونو کې څو افغان پولیس ووژل شول.