تاند- په داسې حال کې چې په قطر کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو او امریکایانو خبرې دوام لري؛ ناټو وايي، په پام کې لري چې افغانستان ته نور ځواکونه ولېږي.
ناټو وايي چې د دې تړون غړي هیوادونه چک، پولنډ، سلواکیا او هنګري به افغانستان ته نور پوځیان ولېږي.
دې تړون ونه ویل چې دا هیوادونه به افغانستان ته څومره پوځیان واستوي.
د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویڅکي وویل، د ناټو غړیو هیوادونو په تېرو نژدې ۲۰ کلونو کې ثابته کړه چې د افغانستان په امنیتي ماموریت کې یې اغېزمنه همکاري کړې ده.
د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان هم په افغانستان کې د ناټو ماموریت ته په اشارې وویل چې د اروپا امنیت څپڅپانده شوی او ناټو باید خپل امنیتي فعالیتونه زیات کړي.
ده زیاته کړه«له همدې کبله موږ د نړیوال امنیت د خوندیتوب لپاره افغانستان ته نور پوځیان لېږو.»
ټاکل شوې ده چې پولنډ، چک، سلواکیا او هنګري پوځیان د ناټو په وارسا کې له یو لړ پوځي مشقونو وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته واستول شي.
په همدې حال کې د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې لا هم دوام لري او ویل کېږي چې په دې خبرو کې تر ډېره پرمختګ شوی خو لا هم دواړه خواوې پر جزییاتو چېنې وهي.