د زندان د دروازو د بندېدو لپاره یوه بله هڅه وشوه، يوه بله ډېوه رڼا شوه او يو بل کتابتون پرانيستل شو. دا کتابتون د ۱۳۹۸لمريز کال د لېندۍ په ۲مه د وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار، په تخنيکي انستيتيوت کې د قاري نورالله حنفي له لوري د سپېڅلي کتاب قران عظیم الشان په تلاوت سره پرانيستل شو. 

په پيل کې د تخنيکي انستيتيوت امر انجینیر اسدالله نوري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د کتابتون له جوړوونکو په ځانګړې توګه د دې چارو له موسس مجیب الرحمن محمودي او ورسره ډلې څخه يې مننه وکړه چې خلکو ته خدمت کوي او د سیمې خلکو ته يې کتابتون جوړ کړ. نوموړي زياته کړه پوره هوډ لري او ژمنه کوي چې د کتابتون په بډايه کولو کې به تر خپله وسه همکاري کوي. 

نوري وويل چې د کتابتون دروازه به هر مهال د عامو خلکو پر مخ پرانيستې وي او زياته یې کړه: «د څېړنې او مطالعې په برخه کې موږ لویه تشه درلوده، داسې کومه سرچينه مو نه لرله چې محصلين مو په کومه موضوع تحقیق وکړي، نو نن موږ له کچې ډېر خوښ يو چې دا لويه بريا مو ترلاسه کړې او دا زموږ له پاره لويه لاسته راوړنه ده». نوري همداراز د تخنیکي امریت له امر څخه هم مننه وکړه چې د کتابتون له پاره یې له دوی سره د شل متره مربع الماریو په جوړولو کې مالي مرسته کړې ده.

ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر محمد حامد ناصري د کتابتون له جوړوونکو مننه وکړه نوموړي له هغو بااحساسه افغانانو هم مننه وکړه چې د کتابونونو موسس مجيب الرحمن محمودي او ورسره ډلې ته کتابونه سپاري او د عامه کتابتونونو په جوړولو کې ونډه اخلي.


ناصري زياته کړه: «د کتابتونونو جوړولو ډله هغه څوک دي چې خپله خلکو ته ورځي، ورته وایي کتابتون درته جوړوو، موږ ته هم راغلل او دا دی نن یې وعده پر ځای کړه چې له ۶۰۰ ټوکه ډېر کتابونه او له ۱۰۰ ډېرې مجلې یې راوړې دي، موږ هم د الماريو په برخه کې د دغه کتابتون لپاره د شل متره مربع الماریو د جوړولو مالي لګښت په غاړه واخیست». له مرستندویه ادارو او با احساسه هېوادوالو یې غوښتنه وکړه چې د مسلکي کتابونو په برخه کې همکاري وسره وکړي.

له ناصري صیب وروسته د الفتح دارالعلوم استاد قاضي محمد حلیم د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې، خلک یې وهڅول، وخت وپېژني او ارزښت ورکړي، بې ځایه یې تېر نه کړي او زیاته یې کړه: «که د اسلام تېر تاریخ ته وګورو دوی د علم او پوهې پر مټ پرمختګ کړی او په همدې سره په خپلو پښو درېدلي، موږ ته هم په کار ده چې د علم او پوهې په مرسته د بهرنیو له مرستو غوښتلو ځان خلاص کړو او په خپلو پښو ودرېږو». نوموړي خلک وهڅول چې له عامه کتابتونونو سره مرسته وکړي، ځکه کتاب ډالۍ کول تر ټول غوره جاریه صدقه ده او د ټولنې په جوړښت کې تر ټولو اغېزمن رول لوبوي.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس محمد بشیر محمدي خبرې وکړې نوموړي د کتابتون له بنسټ اېښودونکي او ډلې يې مننه وکړه. د کتاب او مطالعې ارزښت یې خلکو ته بیان کړ او زیاته يې کړه: «نن ډېر خوښ یم چې د خپل ماموریت په دوران کې په لومړي ځل د داسې یو عامه کتابتون د پرانيستې په مراسمو کې برخه اخلم چې هغه د یو رضاکاره ځوان او ورسره ملګرو په هڅو جوړېږي، موږ هم باید د تیارو لپاره همداسې شمعې بلې کړو، څو تیاره فکرونه رڼا شي، که فکر وکړو، څوارلس سوه کاله مخکې زموږ پیغمبر (ص) د تعلیم په اړه خپل امت ته سپارښتنه کړې».

نوموړي همداراز وويل چې نن ورځ افغانان له زبر ځواکونو سره مخ دي او افغانان کولای شي زبرځواکو ته يوازې د تعليم په مټ ماته ورکړي او ځانونه د نړۍ سیال کړي. نوموړي په پای کې د کتابونو له ټولو مرسته کوونکو مننه وکړه.

ورپسې د افغانستان د تعلیمي موسسې لیکوال او پروډیوسر نصرت الله صمیم خبرې وکړې نوموړي د تعلیم او مطالعې ګټې او ارزښتونه ياد کړل. له محمودي یې مننه وکړه چې له خلکو یو یو کتاب را ټولوي او لرې پرتو کلیو ته یې رسوي. صميم زياته کړه: «که موږ د پرمختللو ټولنو د پرمختګ لامل وڅېړو، ډاډه یم چې یوازې مطاله او پوهه به وي، تر هغه چې موږ علم او پوهې ته کار ونه کړو پرمختګ نه شو کوی.» ښاغلي صميم د خپلو خبرو په پای کې يوولس ټوکه ګټور او علمي کتابونه کتابتون ته ډالۍ کړل. 

د کتابتونونو د جوړوونکو له ډلې ښاغلي شفیع الله مشفق د اقرأ عامه کتابتون بنسټ پاڼه له حاضرینو سره شریکه کړه او په اړه یې وضاحت ورکړ.

ورپسې ښاغلي محمودي د تخنیکي انستیتوت او سیمې د وګړو او راغلو مېلمنو مننه وکړه او د عامه کتابتونونو د لړۍ په اړه یې وضاحت ورکړ، ویې ویل زیات خوښ دی چې د با احساسه ملګرو او زړه سواندو هېوادوالو په مرسته یې دوولسم عامه کتابتون هم پرانیست.
نوموړي له خپلو همکارانو د زړه له تله مننه وکړه چې څنګ پر څنګ شپه او ورځ له نوموړي سره د کتاب را ټولولو په برخه کې هلې ځلې کوي. نوموړي زیاته کړه: «موږ څو نور کتابتونونه هم تر کار لاندې لرو لکه، د ګوربت عامه کتابتون، شیخ اباد عامه کتابتون او په خوست ولایت کې درې عامه کتابتونونه هر یو امن عامه کتابتون، سوله عامه کتابتون او موسکا عامه کتابتون دي چې ډېر ژر به یې پرانستنه وکړو، د لوګر او غزني په زندانونو کې هم تصمیم لرو چې کتابتونونه جوړ کړو، همدا شان د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې د شهیدانو د اولادونو لپاره مو هم د سیمې له اوسېدونکو سره د کتابتون په اړه خبرې کړې چې هلته ځای تثبیت شي، یو عامه کتابتون به ورته جوړ کړو.»

ښاغلي محمودي له هر ورور او هرې خور څخه د زړه له تله مننه وکړه چې له دوی سره د کتابتونونو په جوړولو کې مرستې او لاسنیوی کوي نوموړي زیاته کړه چې دا کتابتون نه یوازې د تخنیکي انستیتوت لپاره جوړ شوی، بلکې د کتابتون له اصولو سره سم هر څوک کولی شي له نوموړي کتابتون څخه د مطالعې لپاره کتاب یوسي. ښاغلي محمودي بیا هم په خلکو غږ وکړ چې هېواد هغه وخت جوړېږي چې د وګړو فکر جوړ شي او فکرونه هغه وخت جوړېږي چې افغانان مطالعې ته مخه کړي او عامه پوهاوی لوړ شي چې د دې کار لپاره یوازینۍ لار عامه کتابتونونه جوړول دي. نوموړي د کتابتونونو د جوړولو په اړه ځینې مشورې هم له خلکو سره شریکې کړې، ويې ويل په ټولنه کې یو شمېر ناوړه دودونه دي چې لوړ لګښت ورباندې کېږي، که له هغې څخه یوه برخه کتابتون ته ځانګړې شي، ډير ژر به هر کلی د یوه کتابتون څښتن شي.

 نو راځئ چې د ټولنې د نېکمرغۍ لپاره د علم او پوهې له لارې کار وکړو، په هېواد کې د امن او سولې لپاره هڅې وکړو او خپله ټولنه له بدمرغیو را وګرځوو.

په پای کې د سیمې د وګړو په استازولۍ د قومي مشر ښاغلي محب الله ستانکزي لخوا ښاغلي محمودي ته د اقرأ عامه کتابتون د تأسیس په ویاړ د عزت پګړۍ ورپه سر شوه او د کتابتون د پرانیستنې پټۍ د غونډې د برخوالو له لوري پرې شوه او غونډه د دوعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *