ملګرې مې د خپل تره د زوی قیصه کوله چې ایران ته په قاچاق تللی و او د پولیسو له خوا له نیولو، ډبولو او بندې خانې وروسته یې را اړولی وو.
وایې کله چې د مقر بازار ته را ورسیدم نو دومره پیسې می نه درلودې چې کور ته موټر په کرایه ونیسم، نو په بازار کې مې د کلیوال یو د حیوانې درملو درملتون وو، وروګرځیدم او خپل ټول تیر شوی حالت مې ورته بیان کړ او د لیږ څه قرض غوښتنه مې ځینې وکړه، کلیوال مې سمدلاسه را ته وویل چې یو کار ده که یې کوی، مال څنګه یې نه کوم هسې یې را ښیه،
هغه ویل: وای زه څو کارتنه تر تاریخ تیر درمل لرم هغه دې زابل طرف ته یوسه او خرڅ یې کړه، یوه اندازه پیسې یې ماته را کړه او یوه اندازه یې ته واخله، هم به ستا کار وشې هم زما،
سم خوښ شوم بس سمدلاسه مې ږیره او ویښتان برابر کړل یوه سپینه خولۍ مې پر سر کړه او یو انډیوال مې را سره کړ، دی زابل د ارغنداب ولسوالی ته ولاړو، دې ماښام لمانځه ته په کلي کې یوه مسجد ته وروګرځیدو، د مني د موسم اخیرې شپې وې مسجد ښه ګرم و، ملګری مې اول لا پوه کړ چې کله دې لمونځ خلاص کړ عاجل به په توخانه کینې او ماته به را غږ کړې چې ډاکټر صاب را ځه په دا ګرم ځای کینه…
کله چې لمونځ خلاص شو ملګری مې ژر ولاړ او په توخانه کینوست ما ته یې را غږ کړ چې ډاکتر صاب راځه په دا ګرم ځای کینه…
کله چې جوماتوالو دا خبره واوریده نو ټولو په منډه منډه لمنځونه خلاص کړل او راغلو ستړې مشئ یې وکړې او د چایو او ناشتې ننګونه یې وکړل… وروسته ملاصاب کینوست او خبرې یې شروع کړې دې موږ یې ډیر ښه راغلاست وویل…
موږ هم خبرې شروع کړې او ومو ویل چې واکسیناتوران یو له کابل څخه راغلی یو غواړو ستاسو غواوې او پسونه واکسین کړو څو ورځې مو په کندهار کې دا کارو وکړ دې صحت عامې وزارت له خوا را لیږل شوې یو.
خلک ډیر سخت خوشحاله شو، شپې ته د یو چا د زوی د نوم ایښودلو میلمستیا وه هلته یې بوتلو ټول کلی مو سخت عزت کاوه ډوډۍ مو وخوړه موږ ورته وویل چې سهار به مو مالونه چیرته نه بیایاست ځکه موږ بیا څړځایونو ته نه شو ورپسې تلای، په کلی کې به یې غونډوی چې تر څو یې موږ ښه واکسین کړو، نور نو موږ ته یوه کوټه را مالومه کړي چې استراحت وکړو؛ یوې ښې کوټې ته یې بوتلو هلته یې ښه تور چای هم راوړ، موږ هم وکتل کوم بوتلونه چې خالی وو هغه مو له تور چای څخه ډک کړل.
سهار شو ټولو کلیوالو غواوی او پسونه راټول کړی وو، ملاصاب هم ولاړو وو او ویل یې چې اول زما غوا واکسین کړی چې کومې فاتحې ته روان یم، لومړی مو د ملاصاحب غوا ته د تور چای یوه پیچکاری ولګوله چې څه پرې وو نه شي، نور مو نو د ټول کلی غواوی داسې وکسن کړې چې دوا به مو په وړیو کې یواځې ورتوله یا به مو لیږ څه ور پیچکارې کړه، خو خورا ډیر پیسې مو ځینې راټولې کړې،
مازدیګر شو او له کلی را وواتو وړاندې یواځې یو کور ښکاره شو او یو د پوخ عمر سړی په آس را سپور وو کله چې را نږدې شو وای تاسې هغه ډاکتران یاست،
موږ ویل هو،
ویل یې رنګ مو منې که د ډاکترانو یې ښه پوهیږم چې په څه خاطر راغلی یاست خو ډیر ښه کار مو کړی ده، چې ځانونه او اولادونه یې بی تعلیمه کړې دې همداسې ښه دي، تر دې مې لا بدتر غوښتې دي بس له هماغه څخه هم را تیر شوو شپه مو په یوه بل کلې کې وکړه سهار مو ملا اذان لا ځانونه قلات او بیا مقر ته را ورسول. دې موږ هم چاره وشوه ډاکتر ته مو هم پیسې ورکړې…
اوس نو که په ټول کلي کې یو لیږ پوه او باسواده سړی واې نو ټول کلی به داسې مسخره کیدو…
د یوې باسواده او له ناپوهۍ څخه د لیرې ټولنې په هیله