را ټولوونکی : عطا محمد میاخېل
1 ـــ د ژوندانه پر ستونزو بری موندل رښتینې زړورتیا ده .
2 ـــ د ژوند مانا د ستونزو ګالل دي ، ښه سړی له خپل نفس سره جنګېږي چې پرې واکمن شي .
3 ـــ د انسان ژوند هغه هېنداره ده چې ګټورې زده کړې پرې لیدلی شو .
4 ـــ د ماشوم روزنه تر زېږېدو شل کاله مخکې پیل کړئ .
5 ـــ د دوه زړیو بری نه وي .
6 ـــ بری د هغو وي چې تر نورو کلک دریځ لري .
7 ـــ هوډ نیول تر هر څه سخت وي .
8 ـــ لوی سړی چې هر کله وغواړي د خپلو احساساتو او افکارو تر منځ پوله جوړولای شي .
9 ـــ نهیلي د ګور پر لوري لومړنی ګام دی .
10 ـــ هېڅوک دومره ناکاره نه دی ، چې د یوې دندې وړتیا ونه لري .
11 ـــ غچ اخیستل ښکلا نه لري .
12 ـــ فرانسویان اخلاق نه پېژني ، موډ پېژني .
13 ـــ تر ټولو ستره بد اخلاقي داده چې دنده تر سره کولی نه شو ، خو ځای مو نیولی وي .
14 ـــ عمر ، عادت ، دندې او پوهې د ډېرو خلکو اخلاق سم کړي دي .
15 ـــ ستر مېړونه د ستورو غوندې سېزي او نړۍ ته رڼا وربښي .
16 ـــ که په چا ډاډ نه لرې ، ډډه ترې کوه .
17 ـــ پوهان د غوړه مالانو ملګرتیا نه کوي .
18 ـــ ګېډور سړی د اتل غوندې خپل خواړه ساتي .
19 ـــ لوږه نه ډار پېژني ، نه قانون .
20 ـــ یو ستر ملت یو پاینده دولت ته اړتیا لري ، چې د یوه سړي په مړینه ونه نړېږي .
21 ـــ زما په اند حق نه پېژندل ستره نیمګړتیا ده ، چې کېدای شي څوک یې ولري .
22 ـــ پر زړونو پاچاهي تر ټولو ښه واکمني ده .
23 ـــ سیاست نوې بد مرغي ده .
24 ـــ د سیاستوال زړه په سر کې وي .
25 ـــ د هرې خپلسرۍ په پای کې دیکتاتور حکومت راځي .
26 ـــ سیاست زړه نه لري ، یوازې ماغزه لري .
27 ـــ ډېر کسان چې له ما سره وزیران دي د حق له مخې باید ساده ګاډیوانان وای او ډېر ګاډیوانان شته چې په بشپړ ډول په فرانسه کې د وزارت لیاقت او وړتیا لري .
28 ـــ د واکمنۍ تر ټولو ستر هنر دادی ، چې کارکوونکي د خپل کار له لاسه زاړه نه شي .
29 ـــ مور په یوه لاس زانګو ، زنګوي او په بل لاس جهان ښوروي .
30 ـــ د ټولنیز پرمختګ او سوکالۍ په لار کې د ناپوهانو او کمزورو خلکو خبرو ته غوږ مه نیسئ .
31 ـــ پاچاهان او پرګنې نه پخلا کېدونکي دښمنان دي .
32 ـــ زړورتیا او مېړانه په درواغو په چا پورې نه نښلي ، دا هغه لوښي دي چې ټګي او درواغ نه مني .
33 ـــ په نړۍ کې دوه ځواکونه دي : توره او تدبیر ، خو تدبیر تل توره ماتوي .
34 ـــ له ماتې نه ډار ، ماتې راولي .
35 ـــ کم عقل تل د تېر وخت نه خبرې کوي ، هوښیاران د اوسني وخت په هکله فکر کوي او لېونیان د راتلونکي وخت په هکله خبرې کوي .
36 ـــ هر چېرې چې سر تېری د خپل بیرغ لاندې وي هغه ځای یې خپل دی ، ځکه چېرته چې بیرغ دی هلته هېواد هم دی .
37 ـــ په جګړه کې داسې شېبې راځي ، چې تر ټولو زړور سر تېری هم تېښتې ته پکې چمتو کېږي .
38 ـــ سړی په جګړه کې ژر زړېږي .
39 ـــ له دښمن سره پرله پسې جګړه مه کوئ ، ځکه چې بیا به ستاسو په ټولو جنګي رازونو پوه شي .
40 ـــ انسان کولای شي چې د عقل ، منطق او پایښت په مرسته آن په ګیدړه او طاعون هم بریالی شي .
41 ـــ چې یوه انسان ته وار ورنه کړل شي ، یوازې وړتیا به د هغه په پرمختګ کې اغېز ونه لري .
42 ـــ په تاریخ کې داسې پاچاهان لږ تېر شوي ، چې د پرځولو وړ نه وو .
43 ـــ تاریخ رښتینې فلسفه ده .
44 ـــ سختي او غمونه د انسان عقل او پوهه بډایوي .
45 ـــ هره ښځه چې زما خوښېده هغې زه نه خوښولم اودهرې ښځې چې زه خوښېدم هغه مانه خوښوله ، په رښتیا چې زما زړه د نورو له زړونو سره توپیر لري .
46 ـــ د هېواد د ودانۍ او پرمختګ له پاره د نورو پریمانه شیانو تر څنګ تر ټولو زیات د سپېڅلو میندو پالنې او روزنې ته اړ یو .
47 ـــ هغه په خپله ښځه ډېر بې باوره وي چې په خپل ځان باور نه لري .
48 ـــ که ښځه نه وی ، نو اتلان به چا روزلي وو ؟
49 ـــ که غواړئ د یوه ملت د تمدن او پرمختګ جاج واخلئ ، نو ښځو ته یې وګورئ .
50 ـــ په ټولو هنرونو کې موسکا د انسان مینه ډېره را پاروي ، د یوه استاد له لاسه یوه ښکلې پارچه پر زړه باندې د اخلاقو تر یوه کتابه ډېر اغېز لرلای شي .