د مېږو او وزو کوچنۍ رمه په انګړ را ننوته، کمزوري ماشوم په خپلو تورو او خیرنو لاسونه کې د ځنګله نرۍ لښته نېولې وه، په غټو خړو سترګو یې تور باڼه را تاو و، کالیو یې، څوځایه پیوندونه خوړلي و، له زړو بوټونو یې د بټو ګوتو سرونه را وتلي و، نن یې په څېره کې خوښي له ورایه ښکارېده، پلار یې له پاسه غږ پرې وکړ نویده! لکه، چې نن دې مالونه ښه ماړه کړي، نوید په خپل لستوڼي پوزه پاکه کړه، له جانان دغو سره مې نن د هغوی پټیو ته بولي و.

نوید، لښته دې د روازې شاته په کونج کې ودروله، مور یې په دالان کې ډوډۍ پخوله، په ټېټ غږ یې وویل، مورې، د پښو دواړه غټې ګوتې مې ژوبلې شوي دي، راته غوړې یې کړه، پلار مې هسې هم راته بوټونه نه شي اخیستی، مور یې ، ډوډۍ په تناره ووهله، په څنګ کې یې د تور دېګ سر پورته کړ، د شهادت ګوته یې ورو په دیګي کې ورکوزه کړه، ونیسه زویه، واسلین، خلاص شوي، نن مې ټول ډبی نجار ته ورکړ، هغه بېچاره هم سپینږیری دی، کور کې یوازې دوه کوچنۍ لورګانې لري، بل دا چې له ټاکلو ساعتونو ډیر کار را سره کوي، نو موږ یې هم باید خیال وساتو.

نوید وویل سمه ده مورې له ځانه مې په نجار بابا ډېر زړه بدېږي.

که خدای کول، څو ورځې وروسته به خپل نوي کورته را ووزو، موری یې سوړ اوسیلی ویست، هو زویه.

خو په غوامې ډېر زړه بد دی، چې خرڅه مو کړه.

نوید وویل خیر دی مورې غوا به بله واخلو، چې اوس مو خدای پاک د خپل کور څېښتن کړي.

مور یې د ډوډۍ یوه څنډه را غوڅه کړه، د پیاوې د دېګ سر یې پورته کړه ډوډۍ یې پکې غوټه کړه زوی ته یې ونیوله، واخله زویه، وږی شوی به وي، هو ريښتیا زر زر دې مخ لاس پاک پرېمنځه عمه د له کابله راغلې ده.

عمه مې! څه وخت، اوس چېرته ده؟

نوید له دې خبره سره په پښو ودرېد، خی زه یو ځل ورځم.

مور یې ورباندې غږ وکړ، صبر وکړه زویه عمه دې هسې هم شکي ده، له کابله راغلې ده. اول دې مخ او لاس پریمنځه، شپې ته هسې هم ز موږ کره راځي.

نوید، کوزه له یخو اوبو ډکه کړه، په خپل سپېره مخ یې اوبه تېرې کړې، هوا سړه وه د نوید لاسونه اوبو سم نه لمدول ، چاودې لاسونه یې په سوي شول، دا چې عمه یې راغلې وه، درد ته یې دومره پام نه و.

د نوید عمه به په کال کې یو وار له کابله راتله، په راتلوبه یې ټول داسې خوشاله و، تا به ویل، چې د سعودي مسافر راغلی.

مور یې خپل ټول ماشومان راټول کړل، ګورئ زامنو اوس مو د تره له کوره عمه رازي، پام چې شوخي ونه کړئ، د هغې له ماشومانو سره نه ده جوړه او بل دا، چې که خیرن ماشوم و ویني، سترګې ورته برګوي. ټولو په خپلو پوزو لسټوني را کش کړل.

د چراغ رڼا د نورو ورځو په پرتله نن ځکه تېزه وه، چې د واړه چراغ پر یې ځای لوی چراغ روښانه کړی و.

ماشومان د معمول خلاف ډیر غلي ناست و، ځکه دوی پوهېدل، چې عمه یې له ماشومانو سره نه ده روږدې او ډېره زر غوسه کېږي. د وره له غنګ سره یې لومړۍ پلار ورپسې د جګې ونې ښځه، چې پاکې چامې یې پر غاړې وې را ننوتل، له ماشومانو سره له جوړ په خیر وروسته یې، د توشکې پر سر جای نماز اوار کړ او پرې کېناسته، ورور یې د خپل نوي کور د جوړېدو، خپلې غریبۍ، کلي کور او په کلي د شویو پېښو په اړه خپلې خور ته معلومات ورکول، ماشومان داسې ناست و، تا به ویل، چې ساه پکې نشته.

د ډوډۍ له خوړلو ورسته یې خور د کابل له حالتو خبرې کولې، ویل یې کابل کې هم جنګونه دي، طالبانو څو ځله د کابل د نیولو هڅه وکړه، خو زور یې نه رسېږي، موږ هم ټوله ورځ په کور کې بندي و، داسې ورځ به نه وي، چې په کور مو دوه او درې مرمۍ نه لګېږي.

خپل کور خو هسې نه هم رانه پاتې دی، د بل چا په کور کې اوسو، کرایه نه رانه اخلي وایي یوازې یې راته وساتئ.

تېره میاشت مو په کور کې راکټ ولګېد، د کور نیمایي کړکۍ او وروڼه یې را مات کړ.

عصاب مې له لاسه ورکړي، خاوند مې سهار وظیفې ته ځي ماښام راځي.

کور کې یوازې وم، دستیار نه لرم، د څلوښتو کلونو شوم، خدای ماشومان رانه کړل، ځان یوازې احساسو، ورځې مو په سختۍ تېرږي، چاته به یې ډېره کړو.

د خاوند تنخوا مې ښه ده، په سره میاشت کې کار کوي، خو د مصرفولو څوک یې نشته، هغه دوه کاله خو ښه و، ورېره مې را سره اوس هغه هم پېغله شوې ده، کشر ورور مې ویل، چې نور مې نو لور کابل ته نه در سره استوم، لویه شوې ده، د کلي خلک دي هسې خبرې کوې، په دې سره یې خبرې په ژړا بدلې شوې.

ټول ورخطا شول، ورور یې چې ټوله ورځ د پخسې لپاره، نجار ته پنډې ورکړې وې، ستړی ښکارېدو، لستوڼي یې بډ وهلي و، سر یې ښکته اچولی و.

خورې قسمت به داسې و، اولاد د خدای پاک لوی نعمت وي، بس تاته به یې خدای پاک په اخرت کې اجر درکړي.

خور یې پوزه کش کړه، اجر به یې له خدای غواړو، بې اولادي ډېره سخته وي خدای پاک د ده اولادونوو غم نه درکوي.

وروره، دا یو زوی دې ډېر سنګین راته ښکاري ماویل، چې اوس خو هسې هم ښوونځي رخصت شوي تاسو هم په کور کې نام خدا ډېر یئ را سره یې ولیګه، په نس به یې هم ښه ساتم، هسې هم زموږ په کور کې د څه شي کمی نشته، ډوډۍ مو اضافه وي، میوه او دانه هم پیدا کېږي.

 سړي یې زوی ته وکتل، په زړه کې یې راتېر شول، سږ کال خو مو هسې هم اقتصادي وضعه خرابه ده، دا یو زوی مې چې په نس موړ وي هم ښه دی، نوید د دې خبرې په اورېدو سره له خوشالۍ نه په الوتو شو، وروڼو او خویندو ته به یې ویل، نور نه د مال پېولو خلاص شوم نور نو ماته کابلی ویل کېږي کابلی.

 عمه یې باید پنځه ورځې نورې هم تېرې کړې وای، خو په نوید دا پنځه ورځې لکه پنځه کاله تېرشول، په کلي کې یې، چې څوک لېدل خبر یئ؟

 زه کابل ته ځم ژمی په کابل کې تېروم.

د تلو ورځ را ورسېده، له کلي نه موټر نه تلل، باید ځان یې د ولسوالۍ بازار ته رسولی وای.

په دویمه ورځ د کابل په موټرونو کې کېناستل، کابل ته نېږدې لاره بنده وه، موټر وان ویل، لاره بنده ده، نن شپه مو لکه، چې همدلته شوه، نوید چې مخکې له دې یې مسافري نه وه کړې ورخطا ښکارېدو، موټرونه تر ماسپښین ناوخته ولاړ و، غږ یې وکړ زر کوئ د یوه ساعت لپاره لاره خلاصه ده، جیف موټر هم حرکت وکړ، د مازدیګر څلور بجې کابل ته ورسېدل، نوید، چې یوه درنه خلته یې په شا  کړې وه له ستړیا یې رنګ تک تور اوښتی و، ښځې دروازه ټک ټک کړه، له قده ټیټ او پنډ سړي دروازه خلاصه کړه نوید ته موسکی شو، کالي یې ور سره واخیستل، کور ته ننوتل، د نوید سترګي په یوه سیمنټي کور ولګېدې پاک سرای او ګڼې ونې، په زوره یې وویل، عمه دلته خو هم ونې شته، ماویل د کابل سړکونه او پټي به ټول سیمنټ وي.

عمه ور باندې سترګې برګې کړې، لکه چې پاریس ته راغلې دا هم د وطن په څېر ځای دی، یوازې نوم یې کابل دی، او پام، چې بل ځل په دومره لوړ آواز خبرې ونه کړې، دلته همسایه داري ده، خلک په زوره خبرې نه کوي، څه ژرنده خو نه ده.

 نوید یې د عمه په دې ناوړه چلند خواشینی شو، پنډ سړی په شونډو کې موسکی شو، راځه زویه د دې همدا عادت دی، سمې خبرې خو یې نه دي زده، ښځه بېرون ته ووتله، نوید له سړي پوښتنه وکړه هلته خو ډیره را باندې مهربانه وه اوس ولې یو دم داسې بدله شوه؟

 سړي وویل د دې خوی همداسې دی، امم د دروازې په خلاصېدو سره  د سړي خبره په خوله کې وچه شوه، که څه هم چې نوید ستړی ښکارېد، خو له خفګانه خوب نه ورتلو، عمه یې  ورته ټوله شپه د خپل کور د قانون خبرې وکړې، د نوید خوب وتښتید، چې دا په څه غم واوښتم، هلته خو مې ښه و کله کله مور ناز اخیست خیر دی که د کلي د غریبانو په سر کې راتلو، ورځې او شپې همداسې یو پر بل پسې تېرېدې، نوید له نانوایۍ څخه د ډوډۍ راوړل زده کړل، له عمه سره به یې د کور په کارونو کې لکه د یوې نجلۍ په څېر همکاري کوله، هر څه یې زده کړي و.

سهار په کوڅه کې شور او زوږ اورېدل کېدو، نوید د دروازې له سوریو بېرون کتل، عمه یې غږ پرې وکړ، را تېره شه، ته نه یې خبر، چې کابل طالبانو نیولی دی، نوید سخت ورخطا شو او کوټې ته ننوت، پنډ سړي به تل له نوید سره ښه چلند کاو، نوید به ماښام ته سترګې په لاره و، چې دروازه به ټکېده نو نوید به په خوښۍ سره دروازه خلاصه کړه، د عمه خاوند ته یې بې کچې ډېر خوشاله کېدو، د نوید پوره درې کاله په کابل کې تېر شول، نور نو له هر ډول بد چلند او سکنجې سره عادي شوی و، عمه به یې ورته ویل، چې که د دکور د حالتو په اړه چاته خبرې وکړې، طالبان به دې په ماموریت کې بندي کړي، له هغه ځایه دې بیا خلاصول په یوه خدای دي، نوید ، چې په قوانینو سم نه پوهېدو د خپلې عمه خبرې په کلکه منلې وې.

د نوید پلار، چې د کور له جوړولو وروسته دوکانداري هم پیل کړې وه کله کله کابل ته راتلو، له زویه به یې وپوښتل، نویده زویه کور ته نه ځي درې کاله دې پوره شول، مخامخ به یې ورته عمه سترګې برګې کړې، او د خپلې عمه هغه اوښکې به وریادې شوې، چې د پلار له راتلو مخکې به یې ورته تویې کړې وې.

نوید  وویل  نه پلاره نه ځم دلته خوشاله یم، پلار یې چې د زوی خوښي یې یوازنۍ هیله وه، خبره بابېځه ګڼله، نوید لکه د ماشین په څېر خپله دنده اجرا کوله، که به چېرته په څه پسې ولیګل شو په ټاکلی وخت چې په هر ډول وای باید راغلی وای، تل به یې له ځانه سره ویل، کاش، چې نن خو یو مېلمه راغلی وای ګوندې لږ یې ور سره ساعت تېر شوی وای، ځکه هسې یې هم اجازه نه درلوده، چې په کوڅه کې له ماشومانو سره لوبې وکړې، د سهار اوه بجې به وې، چې دورازه و ټکېده، نوید دروازې په خلاصولو سره چیغه وکړه، پلار مې دی، عمه یې، چې په دې وخت کې پر نوید غوسه نه شوی کولای مصنوعي خندا یې وکړه، وی خدایه ورور مې راغلو.

د پلار په څېره کې یې خوښي له ورایه ښکارېده، په زوره یې وویل خورې افضل ته مې هم واده وکړ، نن له خیره لږلږ سودا اخلم او ګډ به وطن ته ځو، نوید لکه د اول په څېر ټوله شپه وېښ پاتې و او په دې تمه و، چې څه ډول به خپل کور اوکلي ته ځي، سهار وختي یې له خپل پلار او عمه سره د کلي په موټر کې کېناست، که څه هم لاره اوږده وه، د ماسپښین دوه بجې کلي ته ورسېدل. په کلي یې سترګې ولګېدې، په ستر ګو کې یې اوښې را تاو شوې، کور ته را ورسېدل، کورنۍ یې ټوله په نوي کور کې اوسېدله ، مور یې په غېږ کې ونیو، په سر او مخ یې ښکل کړ او په چیغه یې ورته ویل مورجانې بیا کابل ته نه ځم، د مور په سترګو کې یې اوښکې را تاو شوې زوی یې د ډېر وخت لپاره په غېږ کې کلک نیولی و، په زوی کې یې یوازې دومر توپیر راغلی و، چې تور رنګ یې یو څه ژیړ شوی و، نور هماغسې د پخوا په څېر ډنګرو او وچ ښکارېدو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *