ایران د افغانستان لودیځ لوري ته موقعیت لري د احمد شاه بابا د واکمنۍ پر مهال ددغه هېواد تر اصفهان ایالت پورې سیمې د افغانستان برخه وې ایران د یوه مستقل هېواد له رامنځته کېدو تر اوسه د سیمې په کچه له یو دوه هېوادو پرته، له بل کوم سره دوستانه اړیکې نه لري ایراني چارواکو هر وخت د سیمې په کچه له دورغجن او ناکام سیاست څخه کار اخیستی د افغانستان په چارو کې هم د دوی لاسوهنه ډیره مخینه لري ایراني چارواکي هڅه کوي په افغانستان کې د داسې یوه نظام شاهد و اوسي، چې په رآس کې یې د دوی هغه لاسپوڅي اجنټان چې لسګونه کاله پرې پانګونه شوې قرار ولري د دغه هدف د تعقیب له پاره دوی له هرې لارې او امکاناتو ګټه اخلي په افغانستان کې د شعیه، سني، پښتنو، تاجکو او هزارو ترمنځ د بې اتفاقۍ اور ته لمن وهي.
د افغانستان د اساسي قانون په شپاړلسمه ماده کې په صراحت راغلي: ((په هېواد کې موجود ملې، علمي او اداري مصطلحات ساتل کیږي.)) ایراني سیاسیون په ځینو افغان نمک حرامو د ایراني ژبې اصطلاحات په پروژه یي ډول پلوري او دوی یې دلته د مظاهرې په جریان کې د شعارونو په بڼه عاموي، ملي اصطلاحاتو ته نه کتنه یو له اساسي قانون څخه سړغړونه ده او بل په هېواد کې د ژبنيو تضادونو د زیاتېدو لامل ګرځي.
همدا مهال د افغانستان ډیر وګړي په ایران کې د کډوالی له ستونزو ډکې شپې او ورځې تېروي، دوی د افغان مهاجرو په وړاندې له هر ډول آزار او اذیت څخه کار اخلي ټول هغه اوصول، چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقوقو نړیوال سازمان د کډوالو له پاره وضع کړي تر پښو لاندې کړي هېڅ افغان کډوال نه شي کولای په ایران کې ابتدایه زده کړې وکړي دا هغه واقعیتونه دي چې تر موږ یې نړیوال ښه او په خلاصو سترګو ویني.
د دې ترڅنګ څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه نړیوال کنفرانس کې په زغرده وویل چې د افغانستان د بندونو د جوړولو په اړه بې تفاته نه شو پاتې کېدای. همدارنګه په هلمند، فراه، نمیروز……. ولایتونو کې په ښکاره وسلوالو مخالفینو ته وسلې ورکوي دا هغه څه دي، چې د ایران په سیاست کې د افغانستان په وړاندې لومړیتوب لري ځکه دوی له دې ویره لري که په افغانستان کې یو قوي دولت رامنځ ته شي نو د هغه بندونو په اړه تصمیم ونیسي کوم چې په کال کې په ملیونونو ډالره ترې لاسته ورځي اوس انشاءالله په دغه بندونو په چټکۍ سره کار روان دی.
اصلي خبره داده چې دوي دغه پروژې د چا په وسیله عملي کوي؟
د جنبش روشنایي او جنبش راستاخېز غړي تر ډېره تورن دي چې ګواکي دغه پروژې دوی عملي کوي، څو میاشتې وړاندې د نجیب کابلي له خوا د دغه جنبشونو په ځینو غړیو تور پورې شو چې دوی د ایران جاوسوسان او اجنټان دي نوموړي چلنج ورکړ، چې د دغه جنبشونو غړي دې فقط دومره ووایي، چې ایران د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي اما دوی چوپ پاتې شول،همدارنګه د حسن روحاني د نویو څرګندونو په غبروګون کې یې هم کوم حرف له خولې را ونه ویست. اوس دا معلومه شوه چې پټه خوله اقرار دی د ایران جاوسوسان همدوی دي؛ نو حکومت ته په کار ده چې نور د جاوسوسانو مخه ونیسي او ملت دې هم نور ځانونه نه غولوي په دغه کسانو باید نور باور ونه کړي.