تاند(جمعه، د قوس ۲۲) جاپاني رسنۍ وايي، په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني الاصله افغان ډاکتر تیڅو ناکامورا د ایرو یوه برخه به د نوموړي له وصیت سره سم په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.
د جاپان د جې آی جې آی پریس د راپور له مخې، ډاکتر ناکامورا ته یوه نژدې کس د پنجشنبې په ورځ وویل چې نوموړي تر وژل کېدو وړاندې هیله کړې وه چې که مړ شو نو د ایرو یوه برخه دې یې په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.
ناکامورا په ځلونو له افغانستان او په تېره بیا د افغانستان له ختیځو سیمو سره مینه ښکاره کړې وه او ویلي یې و چې دا سیمې هماغسې پرې ګرانې دي لکه څومره چې زېږنځای فوکوکا (Fukuoka) پرې ګران دی.
په افغانستان کې د جاپان د بشري مرستو د موسسې پېښور- کای (Peshawar-kai) مرستیال استازي ۶۴ کلن افغان ډاکتر ضیاالرحمن د جاپان په جنوب لوېدیځ ښار فوکوکا کې یوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال د ناکامورا په قول وویل چې نوموړي هیله لرله چې که مړ شو نو د افغانستان په ګمبیري (دښته) سیمه کې دې خښ شي.
د ناکامورا په هڅو د ګمبیري دشته په یوه ښرازه سیمه بدله شوې ده.
د ډاکتر ضیاالرحمان په وینا د ناکامورا خپلوانو له دې نظر سره موافقه کړې وه چې د نوموړي مړی دې په کمبیري دښته کې خاورو ته وسپارل شي.
د ناکامورا وروستي مراسم د چهارشنبې په ورځ په ځای شول.
نوموړی د روان دسمبر په څلورمه په جلال اباد ښار کې له ۵ نورو افغانانو سره ووژل شو.
ډاکتر ناګامورا د افغانانو د زړونو پاچا او د ابادی اتل وه روح د ی ښاد او یادونه دی همیشه تازه او تاند وی زه د داکتر ناکامورا د هځو درناوی او ستاینه کوم دا هم د دهغه د افغاننو د مینی یو ثبوت دی ه
بس دی ته وایی مینه
د کامورا د ایرو – نه هیرو – یوه برخه به په افغانستان کې خاورو ته وسپارلې شي.
په پښتو کې د یوه شي له سوځېدو وروسته پاتې شونو ته ایره وایي . البته هېر ، هېرول ، هېرجن ، هېرونکی بله کلمه ده چې د فارسي له فراموش سره مطابقت کوي.
له اصلاح مو ډېره زیاته مننه
تاند
ناکامورا! ته اېرې نه یې، ته اور یې؛ د انسانیت اور د و طنپالۍ اور. ته ایله اوس بل شوې، ته ایله اوس ابدي شوې. څوک وایي ته اېرې شوی یې؟؟؟
ایرې سمه بڼه ده، هیرې مو بلې خواته بیايي، ناکامورا مه هیروئ .