خبریال: احمد رشادخ ۰
دوه نړیوالو ادارو د نایرو توقیف خونې وضعیت ناوړه ښودلی او ادعا یې کړې چې د اسټرالیا حکومت دغلته په روان ناوړه وضعیت سترګې پټوي.
د بشري حقونو د څار ( Human Rights Watch)او د بخښنې نړیوال سازمان( Amnesty International)، یوه پلاوي دغه ادعا د نایرو له توقیف خونې څخه د یوه راپور په چمتو کولو سره، کړې ده.
نایرو په یوه جزیره کې پروت کوچنی هیواد دی چې د اسټرالیا حکومت په مالي لګښت پکې هغه کډوال او پناه غوښتونکي ساتل کیږي چې اسټرالیا ته په ناقانونه توګه (د بیړیو په ذریعه) راځي.
راپور، د یادې شوې توقیف خونې له ګڼو اوسیدوونکیو سره د مرکو پر اساس کاږل شوی دی او دغه مرکې تیره میاشت شوي دي.
د یادو ادارو د ادعا له مخې، د نایرو د وضعیت ښه کیدو ته ځکه اسټرالیا پام نکوي چې غواړي په دې توګه خلک اسټرالیا ته له راتګ څخه لاس واخلي.
د راپور لپاره له کډوالو او پناه غوښتوونکيو سره مرکې شوي دي. په مرکو کې له جنسي تیریو، د ځايي خلکو له بریدونو، د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي او هلته د اوسیدو له ناوړه شرایطو څخه شکایتونه شوي دي.
د راپور په حواله، د نایرو وضعیت د دې لامل شوی چې ماشومان او ځوانان بیلابیلې رواني ناروغۍ تجربه کړي او حتی د ځان وژنې احساس ورته پیدا شي.
په توقیف خونه کې یوې میرمنې خو دا هم ویلي چې یوه ځايي سړي ځنګل ته د جنسي تیري په نیت ځان سره وړې وه.
که څه هم د دې توقیف خونې ځینې اوسیدونکي اصلي مهاجر پیژندل شوي دي او اجازه لري چې له توقیف خونې بهر په ټولنه کې ژوند وکړي، خو دوی ویریږي او بیرون نه وځي او دغه ویره خو د شپې لخوا نوره هم ډیره وي.
نورو هیوادونو ته رسیدلي کډوال ټول دعوه کوي چې اصلي مهاجر دي، خو د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د ( ۱۹۵۱) کال کنوانسیون، مهاجر ته ځانګړی تعریف لري.
د دغه تعریف له مخې هغه څوک رښتیني مهاجر ګڼل کیږي چې په خپل هیواد کې د ژبې، نژاد، عقیدې، جنس، کوم سیاسي سازمان کې د غړیتوب او… له امله له ځورونې، بند او یا د وژنې له خطر سره مخ وي او خپل هیواد یې په ساتنه کې پاتې راغلی وي.
اسټرالیا لویه وچه هم د ځینو نورو شتمنو هیوادونو په څير د کډوالو موخه ګرځیدلې ده. دغه بهیر په (۲۰۱۲ ــــ ۲۰۱۳ کال) کې لاپسې چټک شو، خو کله چې د ( ۲۰۱۳ کال) په سپټمبر کې لیبرال ګوند له کار ګر ګوند څخه واک ترلاسه کړ او ټوني ابوټ لومړی وزیر شو، نو د کډوالو د راتګ مخه یې ډب کړه.
د همده په حکومت کې د سمندري پولو د ساتنې عملیات پیل شول او هیڅ بیړۍ ته اجازه ورنکړل شوه چې په ناقانونه توګه استرالیا ته کډوال را داخل کړي. د سمندري سرحدونو د خوندي کولو پالیسي او د ناقانونه کډوالو د نیولو او یا د هغوی د بیړیو د بیرته ګرځولو کړنلاره، د مالکوم ترنبل تر مشرۍ په اوسني حکومت کې هم دوام لري.
اسټرالیا له نایرو پرته په نیوپاپا ګینا کې هم د مانوس په نوم توقیف خونه لري. د نایرو او مانوس په توقیف خونو کې هغه کډوال ساتل کیږي چې اسټرالیا ته د راتګ په مهال نیول شوي دي.
د دواړو توقیف خونو حالات ناسم دي. دلته څو ځلې مظاهرې شوي. خلک پر بیلابیلو رواني ناروغیو اخته دي او حتی ځینو ځان وژنې هم کړي دي.
خو د کډوالو پر وړاندې د اسټرالیا کړنلاره کې نرمښت نه دی راغلی او هر ځلې پر همدې یوه خبره ټینګار کوي چې اسټرالیا به د ناقانونه کډوالو کوربه نشي.
د دغه هیواد د کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن په یوه تازه پیغام کې یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی چې دغه هیواد ته دې د راتګ ناقانونه هڅې نکوي. وزیر انساني قاچاقبرو ته هم ګواښ کړی چې په دغه غیر قانوني کاروبار کې به بریالیتوب ته پرینښودل شي.
پیټر ډوټن، پر هغو کورنیو چې په استرالیا کې ژوند کوي غږ کړی چې خپلوان او نور خلک دې دلته نه رابلي، ځکه د هغوی راتګ ناممکن دی. پیسې به یې مصرف شي، ژوند به یې له خطر سره مخ شي خو اسټرالیا ته به پرینښودل شي.