پخوانو چې يواځې شاعري ادب ګڼله، وسايل يې هم يواځې تر بلاغي علومو محدود وو؛ خو اوس چې نثر هم ادبي ارزښت لري، د شعر د تيورۍ په تله نه تلل کېږي.
موږ د حواسو له لارې له بهرني چاپېريال نه معلومات ترلاسه کوو. حواس زموږ مشاهدې او تجربې زموږ ذهن ته سپاري او د وخت په تېرېدو سره زموږ په ذهن کې د معلوماتو ذخيره جوړېږي. تخيل د دې زېرمې په معلوماتو کې ګوتې وهي او ترمنځ يې نوې نوې اړيکې کشف کوي.
د تخيل ځواک د بېلابېلو شيانو ترمنځ اړيکه د تضاد، مشابهت او تناسب پر بنسټ کشف کوي. په شاعرۍ کې تخيل له لومړيو دوو اړيکو نه ډېره استفاده کوي او په نثر کې له وروستۍ هغې نه.
شعر له بهرني چاپېريال سره د مشابهت او تضاد اړيکه لري؛ خو نثر د تناسب او مرسل مجاز. مثلا: داستاني ادبيات د تناسب د اړيکې له مخې د بهرني چاپېريال په مجاورت کې پروت وي. د کيسو پېښې له واقع شويو پېښو سره يواځې دا توپير لري، چې د کيسې هغه واقع شوې نه وي، نور په نوعيت کې توپير نه لري او بل دا چې دلته انتخاب وي.
خاطرې، سفرنامې او ځانپېښې له بهرني چاپېريال سره د مرسل مجاز له مخې د کل او جز اړيکه لري. دلته د واقعي ژوند له کل نه جز انتخابېږي.
په دې توګه هغه ادبي ژانرونه چې پر واقعيت ولاړ وي، د بهرني چاپېريال انتخابي واقعي عکس وي؛ خو داستاني ادب واقعيت نه وي؛ خو د واقعيت غوندې وي او شاعري د بهرني چاپېريال مبالغي انځور وي.
خو خبره دلته نه ختمېږي. د شاعرۍ تخيل په نثر کې هم مداخله کوي او د نثر هغه په شعر کې. په رياليزم کې چې له شاعرۍ نه هم د پيغام د انتقال لپاره استفاده کوي، د نثري تخيل کارفرمايي وينو. د الفت صاحب شعرونه له بهرني چاپېريال سره د تناسب اړيکه جوړوي او د کولريج په وينا، د لومړني تخيل زېږنده کوي. يعنې واقعيت ته ورته خبرې کوي.
د شعر تخيل بيا په نثري ادب کې مداخله کوي. په کومو نثرونو کې چې د شاعرانه تخيل مداخله زياته شي، هغو ته د شعر د معاصرې تيورۍ له مخې منثور شعرونه وايي، ځکه چې تشبيهات، استعارې، سېمبولونه، کنايې او نور شاعرانه توکي يې غالب سبکي اړخ وي.
سېمبول چې د مشابهت د اړيکې له مخې رامنځته کېږي، له شاعرۍ سره يې تړاو ډېر دى؛ خو سېمبوليکې کيسې هم شته دي.
د ادب معاصره تيورۍ له پخوانيو بلاغي علومو سره دا توپير لري، چې اوس ادب ډېرې څانګې خړانګې کړې دي او بېلابېل ژانرونه بېلابېلې تيورۍ لري. د سفرنامو خپله تيوري ده، د ځانپېښو خپله، د ادبي مقالو خپله، د خاطرو او طرحو بېله، د داستاني ادب بېله او د شاعرۍ بېله. هغه ژانرونه چې له يو بل سره نېژدې دي، تيورۍ يې هم له يو بل سره نېژدې دي؛ خو بيا يې هم په تيوريو کې ضمني توپير شته. مثلا: کيسه او ناول دواړه په داستاني ادب کې راځي او له ورته والي سره سره يې په تيورۍ کې څه نا څه توپير دى.
خبره يواځې د ادب د پراختيا نه ده، بلکې د پېچلتيا هم ده. پخوانو سېمبوليکه شاعري ارادي نه کوله. هغوى شعر ته د بيان او بديع، عروضو، قافيې پوهنې او معاني د ساده مباحثو له زاويې نه کتل؛ خو اوس په شاعرۍ کې اسطوره هم ورداخله شوې.
د داستاني ادب د تخيل او د واقعيت ډوله کولو هنر بل ډګر روايي شاعري هم ده. روايي شاعري د کيسې غوندې يوه پېښه ترسيموي او د دې پېښې لپاره د کيسې له تخنيکونو، مثلا: پلاټ، کرکټرايزېشن، مکالمو او نورو نه استفاده کوي. مطلب روايت او شاعري سره پکې غاړه غړۍ کېږي؛ خو شاعري ورته يواځې له دې امله نه وايي، چې ګنې وزن پکې وي، بلکې د شاعرانه تخيل مداخله پکې شديده وي، اسطوره، سېمبول، تشبيه، استعاره، کنايې او پاراډاکس د دې شعرونو مهمې ځانګړنې وي. په دې ډول شعرونو کې د تخيل دواړو ډولو يو پېچلى رغښت رامنځته کړى وي.
پخوانو منظوم داستانونه ليکل؛ خو هلته د شاعرانه تخيل مداخله ډېره کمه وه او په تش وزن خو شعر شعر کېداى نه شي.
له ادب سره د تخيل چلن ډېر پېچلى دى. د نثر او شعر تخيل يوځاى هم عمل کوي او بېل هم؛ خو موږ اړ يو چې د بېلابېلو ژانرونو ترمنځ نسبي کرښې راکاږو. دا پولې يواځې د فورم پر بنسټ نه کېږي، بلکې تخيل هم کله په مختلفه بڼه فعاليت کوي او موږ ته دا چانس راکوي، چې د ژانرونو تيورۍ سره بېلې کړو.
اوس چې ادب پراخه شوى، يوه تيوري ورته بسنه نه کوي. د داستاني ادب تيوري يا د شاعرۍ تيوري يې ښکاره بېلګې دي. هغه ژانرونه چې زموږ په اند خپلواکه تيوري نه لري، موږ ورته د هغه ژانر ځانګړنې وايو؛ خو که دا ځانګړنې سره راټولې شي، ښايي سمه دمه تيوري ترې جوړه شي.